د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه د شام په وضعې اندېښمنه ده


روسیې ویلي په شام کې د وینې تویونې پر رپورټونو اندېښمنه ده.

روسیې په دې هېواد کې د تاو تریخوالي د پای ته د رسولو غږ کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي د ملکي وګړو پر ضد د تاو تریخوالي کارول د منلو وړ نه دي او باید ودرېږي. فعالین وايي د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۳۶ کسان په دې هېواد کې وژل شوي دي. په دوی کې زیاتره د حما په ښار کې وژل شوي چې په کې رژیم د ټانکونو په مرسته برید کړی دی. د مارچ په میاشت کې د ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ پر ضد په شام کې مظاهرې پیلې شوې چې لا تر اوسه روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG