د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان کې ډرون بریدونو مشکوک اورپکي ویشتلي دي


پر قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو په برید کې درې مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي برید نن غرمه په دولس بجې شوی دی. د سیمې انتظامي چارواکي وايي برید د واڼه د برمل تحصیل په نرګسۍ سیمه کې شوی دی.

د برید پر مهال یو مشکوک موټر په نښه شوی دی. چارواکي وايي د وژل شویو تعلق د ملا نذیر له اورپکې ډلې سره دی.

په جنوبي وزیرستان کې د وسله طالبانو یو مشر ملانذیر چې خبله یوه ډله لري آو دده کسان هم په افغانستان کې بریدونه کوي

د تېرې میاشتې په دولسمه نېته هم پر جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ۱۳ مشکوک اورپکي وژل شوي ول.

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه ادعا کوي چې د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د جلال الدین حقاني شبکه ،نړیوال اورپکي،او د حکیم الله مسود او ملانذیر په مشری ځايي طالبان په افغانستان کې بریدونه کوي.

دوی په بیا بیا له پاکستان غوښتنه هم کوي چې ددغه اورپکو پټنخایونه له مینځه یوسي او خپله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر کمندان ایډمیرل مایک مولن هم پرون په کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي چې په افغانستان کې بریالیتوبونه او لاس ته راوړنو پر وړاندې لوی خنډ پر پوله له پاکستاني غاړې د اورپکو افغانستان ته ننوتل دي.د هغه په خبره چې ترڅو دغه مرکزونه نه وي وهل شوي ،پرمختګ ستونزمن دی.
XS
SM
MD
LG