د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستتان کې ناټو څلور پولیسان وژلي: بدر


د افغانستان د نورستان والي جمال الدین بدر وايي د ناټو د الوتکو په برید کې څلور پولیسان وژل شوي دي.

دی وایي برید تېره ورځ د واما په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې شوی دی. د برید پر مهال دوه پولیسان ژوبل شوي او ۱۲ نیول شوي هم ول. جمال الدین بدر وايي پېښه د ناسمو استخباراتو له کبله شوې ده او پر پوستې د افغانستان بیرغ هم وو او افسرانو دریشي هم اغوستې وه خو برید پر وشو. په کابل کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو یوه ویاند ویلي دې رپورټونو ته ګوري او پلټنې یې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG