د لاسرسي ځای

اورپکي په پاکستان کې روزل شوي: چین


چینايي چارواکو تور پورې کړی دی چې د پاکستان په ګډون له هېواده په د باندې ترهګرو کیمپونو کې روزل شوي کسان، چې د دوی په وینا، مسلمان مذهبي سختدریځه دي، د تاو تریخوالي لپاره پړ دي.

د چین د سینکیانګ سیمې په کاشغر کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د نښتو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول. د هېواد دولتي خبري اژانس زېنهوا د کاشغر د حکومت له وینا سره سم لیکلي، پولیسو په لومړیو پلټنو کې مالومه کړې ده چې د تاو تریخوالي تر شا ډلې، د چاودېدونکو موادو او وسلو په اړه په پاکستان کې زده کړه کړېده. د دوی په خبره، دا روزنه د مشرقي تورکستان د غورځنګ په یوه کیمپ کې ورکړل شوې ده چې په پاکستان کې دی. له کالونو راهیسې په سینکیانګ کې توکمیز یا نسلي تناو روان دی.
XS
SM
MD
LG