د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورکیې کې مهمه غونډه


د تورکیې د سیاسي او پوځي مشرانو یوه مهمه غوڼده روانه ده چې مقصد یې په پوځ کې د نظم بیا پر ځای کول دي.

دا غونډه پر داسې مهال روانه ده، چې د ناټو اتحاد په غړې تورکیه کې څلورو لوړ پوړو جنرالانو له خپلو دندو استعفا ورکړه. د جمعې په ورځ د تورکیې د ټولو ځواکونو مشر ایزیک کوسانر د بري، بحري او هوايي ځواکونو له مشرانو سره استعفا ورکړه. دوی استعفا د ګڼ شمېر جنرالانو او نورو سرتېرو د بندي کولو له کبله د احتجاج په توګه کړې ده. دا پوځیان د کودتا د جوړولو په تور زنداني کړل شوي دي. دا د تورکیې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې څلورو لوړ پوړو جنرالانو په یوه ورځ، خپلې دندې پرېښې دي. د پلان تر مخې ننۍ څلور ورځینۍ غونډه د وزیر اعظم رجب طیب اردغان په مشرۍ کې روانه ده او په کې د نویو جنرالانو او لوړ پوړو چارواکو پر ځای نور کسان انتخابېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG