د لاسرسي ځای


ژباړه:فرخنده وزیر

د امریکا د کانګرس غړي پر دې راضي شوي، چې هیواد له مالي بحرانونو نه راوباسي، او پر دغې یوې فیصلې ته رسیدلي، له دې وروستو به اوس د کانګرس په دواړو ایوانونو کې قانون سازي کیږي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، د کانګرس د ډیموکریټک او ریپبلیکن ګوند غړي پر دی رضا شوی دي، چې د امریکا حکومت د تاریخ له لومړنۍ مالي دیوالییه کېدو نه وساتي.

ولسمشر اوباما دا خبرې بیګا په واشنګټن کې په داسې وخت وکړې چې په ایشیا کې مارکیټونه په خلاصیدو وو، چې دغلته یې په کاروبار مثبت اثرات وغورځول.

دغه تړون به اوس د سینټ او ایوان نمایندګان نه د منظوریدو وروستو قانون جوړیږي، چې د کانګرس غړي کولای شي، د راروانې نهې یعني تر دویم اګست پوري دغه کار سر ته ورسوي. له دغې وروستو به امریکا یا خو د قرضې اخیستلو جوګه شي، او یا به د ممکنه دیوالیه کیدو سره مخامخ شي، چې له دې سره نړۍ یو نوي ممکنه بحران سره مخامخ کیدای شي.

خو دغه تړون د کانګرس په دواړو ایوانونو کې د سخت مخالفت سره وړاندې کیدای شي، چېرته چې د کنزرویټیو ټي پارټۍ او لبرال غړي یې سخت مخالفت کولای شي.

ددغې تړون په اړه د وینا پر وخت ولسمشر اوباما د دواړو ګوندونو ډیموکراټ او ریپبلیکن له غړیو غوښتنه وکړه ، چې د دغه تړون مرسته وکړي، او زیاتوي،” اوس هم د کانګرس د مهمو غړو ووټ اخستلو ته ضرورت لري. خو زه غواړم ، ددې خبری اعلان وکړم، چې د دواړو ګوندونو غړي په دواړو ایوانونو کې یو تړون ته رسیدلي، چې له دغې سره به تاوان کم شي، او هیواد د ممکنه دیوالیه کیدو نه بچ شي. او داسې دیوالیه چې د دوی په اقتصاد به ډیر بد اثرات وغورځوي.ً


له دغه تړون سره به امریکا ددې جوګه شي، چې د موجوده قرض اخیستو حد چې ۱۴.۳ ټریلینه ډالره دی ، به ۱۶.۴ ټریلینه ډالرو ته وغزیږي. له دې سره به واشنګتن ددې جوګه شي ، چې خپل ټول بلونه ادا کړي، او حکومت به د یو شمیر مالي مسلو نه راووځي.

خو دغه تړون د کانګرس په دواړو ایوانونو کې د سخت مخالفت سره وړاندې کیدای شي، چېرته چې د کنزرویټیو ټي پارټۍ او لبرال غړي یې سخت مخالفت کولای شي.

ددغې تړون د وړاندې مرحلې په اړه اوباما وویل،” دوي لا کار نه دی پوره کړی، او زه غواړم د دواړو ګوندونو غړي صحیح فیصله وکړي، او د دې تړون مرسته وکړي. دې سره به مونږ ټول د دیوالیه کیدو نه بچ پاتې شو، او خپل ټول بلونه به هم اداکړو. او موږ به د خپل تاوان کمولو جوګه شو، او تر ټولو مهم دا چې په دې سره به موږ روزګار پیدا کړو، د خلکو تنخواګانې به سیواشي، او زموږ اقتصاد به د موجوده حالت نه نور هم مخ په وړاندې لاړ شي. ً

د دغه تړون په اړه د امریکا په سینټ کې د اکثریتي ډلې ډموکراټ مشر هیري ريډ وویل، دا فیصله داسې ده، څه رنګ چې د امریکا ولس غواړي. او زیاتوي،”زه په دې پوهیږم چې، ددې فیصلې نه د ریپبلیکن ګوند هر غړې نه دی خوشحاله، خو دې سره هر یو ډیموکریټک هم نه دی خوشحاله. خو د یو جوړ جاړی لپاره ډیر ضروري وو، او دواړو خواوو یو بل ته لاره ورکړه چې یوې فیصلې ته ورسیږي ، او دواړه خواوو هغه څه ترلاسه نه کړ د څه چې په تمه وو، خو دا د ټولو د راضی کولو لپاره ضروري وو، دا په دې اونۍ کې د امریکا د خلکو غوښتنه وه ، چې دوي تر لاسه کړه. “

د امریکا په یو شمیر پروګرامونو کې د زیاتو خرچو د کمولو امکان دی، او په دې سره کیدای شي ټیکسونه هم سیواشي. نن به د سینټ د ډیموکریټک او ریپبلیکن ګوند غړیو ته جلا جلا د دغه تړون په اړه تفصیلات ورکول کیږي. چې له دې وروستو به اول په سینټ کې او بیا په ایوان نمایندګان کې په دغه اړه ووټ اچول کیږي.
XS
SM
MD
LG