د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک مولین وايي،د حقاني شبکې پر ضد یې پرمختګ کړی


مایک مولن په کابل کې خبري غونډه کوي
مایک مولن په کابل کې خبري غونډه کوي
ژباړه :بوریوال کاکړ پراګ

د امریکايي ځواکونو مشر ایډمیرل مایک مولن د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا ضد حقاني شبکې افغان اورپکیو لپاره افغانستان ته ننوتل له مشکلاتو سره مخامخ دي خو هغه خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د هغوی خوندي پټنځایونه اوس هم د لسیزې اوږدې جګړې د هڅو په وړاندې خطر دی.
د پاکستان پر استخباراتي اداره، له هغې مودې راهسې له حقاني ډلې سره د مشکوکه اړیکو تور دی ، چې کله جلال الدین حقاني په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرضد د یو خطرناک کومندان په توګه پېژندل کیدی.

ایډمیرل مایک مولن د افغانستان ختیځو برخو ته سفر کړی چیري چې د حقاني اورپکي پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي .
هغه وویل ، زموږ لومړۍ موخه دا ده چې له پاکستانه د حقاني شبکې د اورپکو د خوست له لارې کابل ته د ننوتو مخه ونیسو.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې له خبریالانو سره کولې.
د پاکستان پر استخباراتي اداره، له هغې مودې راهسې له حقاني ډلې سره د مشکوکه اړیکو تور دی ، چې کله جلال الدین حقاني په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرضد د یو خطرناک کومندان په توګه پېژندل کیدی.
د حقاني ډله د پاکستان په خطرناکه سیمه شمالي وزیرستان کې چې له افغانستان سره پر پوله ده اډې لري او بر پاکستان له بریدونو ډډه کوي. منتقدین وايي ، اسلام اباد دغه شبکه د یوې موثرې وسیلې په توګه کاروي چې د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې د دې ډلې په مرسته خپل اغیز وساتي.
د امریکايي ځواکونو مشر مایک مولن تر دې وړاندې هم د پاکستاني په استخباراتي اداره تور پورې کړی وو چې له حقاني ډلې سره اړیکي لري چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد یو له خطرناکو جنګېدونکو ډلو څخه ګڼل کیږي.
مولن په کابل کې د خبري غونډي پر مهال وویل چې واشنګټن په وار وار پر پاکستان زور اچولی چې د حقاني شبکې او نورو اورپکو ډلو د خوندي پناځایونو پر ضد دي کوټلي ګامونه پورته کړي.

جلال الدین حقاني چې په وزیرستان کې پټنځایونه لري
مولن زیاته کړه، په افغانستان کې له لویه سره حکمت عملي هغه وخت بریالی کېدای شي چې د دې اورپکو پټنځایونه له منځه یوړل شي.
د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکي له هغه وروسته ډېر کړکېچن شوي دي چې کله د امریکا ځانګړو ځواکونو د مې میاشتې پر دویمه نېټه د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.
بلخوا د نېټو یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي،هغوی په دې رسېدلي داسې ډېر لږ امکان دی چې د حقاني شبکې خطر به له منځه یوړل شي. او که چیري په پاکستانۍ خاوره کې د اورپکو په پټنځایونو کې کموالی راځي نو دا ډېره ښه خبره ده ، خو د هغه په خبره دوی یې نه حسابوي.
دا چارواکی زیاتوي چې د افغانستان د ځواکونو د وړتیا زیاتولو هڅه کوي چې د دې مسلې چېټه په خپله وتړي.
XS
SM
MD
LG