د لاسرسي ځای

په نړیوال کچ سوریايي رژیم غندل شوی دی


په نړیواله سطح، د وروستو وژنو لپاره د سوریا د رژیم سخته غندنه شوې ده.

فعالین وايي د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۳۶ کسان په دې هې،اد کې وژل شوي دي. په دوی کې زیاتره د حما په ښار کې وژل شوي چې په کې رژیم د ټانکونو په مرسته برید کړی دی. د دې وژنو په غبرګون کې، جرمني د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا نن د غونډې کولو غوښتنه کړې ده چې د تاو تریخوالي د غندنو لپاره شونی پرېکړه لیک خپور کړي. په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي د سوریا د حکومت لخوا د خپلو خلکو پر ضد د تاو تریخوالي او وژونکو فعلونو کارولو دی خواشینی کړی دی. ده وویل له حما راتلونکي خبرونه ویروونکي دي او د سوریايي رژیم ريښتونی کردار ښيي. د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په سوریا کې د تاو تریخوالي د ودرولو غږ کړی دی او ویلاي یې دي چې د روژې په میاشت کې داسې پرمختګونه ټوله اسلامي نړۍ مایوسه کوي.
XS
SM
MD
LG