د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا:د حکومتي پورونو حد ټاکلو په خبرو کې پرمختګ شوی دی


په سپينه ماڼۍ کې خبرې روانې دي چې د پورونو د حد ټاکلو پر سر په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي.

چارواکي وایي سپينه ماڼۍ او په کانګریس کې د ریپبلکن ګوند مشرانو په خبرو کې کافي پرمختګ کړی دی . په سېنېت کې د ډیموکرېټ ګوند د قرضې حد ټاکلو په اړه د ریپبلیکنو لخوا د رایو یو ازمویښتي وړانديز وځنډولی.

په سینېټ کې د ډیموکراټ ګوند مشر هیري ریډ وایی هغه دغه وړاندیز ځکه ځنډولې چې يوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مرکچیانو ته نور وخت ورکړل شي.

. تر دې مخکې د امریکا د استازو د جرګې مشر جان بونر ویلي وو باوري دی چې له ولسمشر اوباما سره به په آخره کې نتیجې ته ورسېږي چې پر پورونو د ممکنه ورانونکې دیوالییه کېدو مخه ونیسي.

که چېرې دا ستونزه هواره نه شوه نو امریکايي حکومت به د سه شنبې په ورځ د خپلو لښګتونو لپاره د پیسو په ورکولو کې پاتې راشي چې دا به د نړیوال اقتصاد لپاره ډېرې خطرناکه پایلې ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG