د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عربي نړئ کې د لویديځوالو مشرانو تګلارې


په ټايمز ورځپاڼه کې درې ليکوالانو په منځني ختيز کي د راپورته شوي پاڅون په اړه د امريکا يي ولسمشر باراک اوباما ، د برتانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون او د فرانسوي ولسمشر نکولس سارکوزي د تګلارو په اړه يوه ليکنه کړي ده .

ليکوال ګايلز وايټېل ليکي د لسيزو راهیسي امريکا په منځني ختيځ کي د اصلاحاتو له لاري د ثبات راوستو ملاتړ کړي.خو ولسمشر اوباما د دې برعکس تګلاره خپله کړېده.

په عملي توګه نوموړي له هغې وروسته په مصر او ليبيا کي د رژیم بدلولو ملاتړ وکړ،چې کله په دغه هيوادونو کې مظاهرې مخ په زياتيدو شوې.

که چیري معمر قذافي له واکه لري کيږي نو ډیوډ کيمرون به د ستايني وړ وګرځي او که داسې نه وي نو نوموړی به یې قیمت ادا کوي.

مقاله ليکونکی زياتوي ولسمشر اوباما په عرب نړۍ کي د راپورته شوي پاڅون په اړه د خپلې رايې په ډاګه کولو کي زړه نا زړه وو.

په شام او يمن کې نوموړي خپلو استازو ته لارښونه کړې وه چې د دغه هيوادونو مشرانو سره سختې خبرې وکړي او د دوی پر ضد راپورته شوو ياغيانو سره محتاط ملاتړ وکړي . خو بيا په بحرين کي د ايران د اغيز د قايمولو د ويري له وجې امريکا په دغه هيواد کي د شيعه ګانو پر ضد د سني اکثريت حکومت ملاتړ وکړو.


همداراز د امريکا ولسمشر اوباما په مې میاشت ویلی وو له لسيزو راهیسي عربي نړۍ چې څنګه ده همداسې منل شوې وه خو اوس دوی ته موقع راغلې چې دغه نړۍ ته داسې شکل ورکړي لکه څنګه چې پکار دی . د هغه په فکر هر یو عرب هیواد له بل څخه مختلیف دی او هر یو یې باید د امریکايي خوښې پرته خپله کړنلارې وټاکي.

همداراز په ټايمز ورځپاڼه کې ليکوال رونالډ واټسن ليکي د برتانيیا وزيرعظم ډيوډ کيمرون د ليبيا په اړه نړۍ راوړاندې کړه. نوموړي د ليبيا پر ضد د ملګرو ملتونو د قرارداد عملي کولو لپاره د فرانس ولسمشر نکولس سارکوزي په ګډون نور اروپايي ملګري هيوادونه په اعتماد کې واخیستل .

د مقالي ليکونکی زياتوي،که چیري معمر قذافي له واکه لري کيږي نو ډیوډ کيمرون به د ستايني وړ وګرځي او که داسې نه وي نو نوموړی به یې قیمت ادا کوي.

بلخوا په ټايمز ورځپانړه کي ليکوال چارلس بريمر ليکي په فرانس کي د دغه هيواد د ولسمشر لخوا دا ګام چي ليبيايي ولس د پوځي بريد له لارې د ژغورلو وروسته به خپل پوځ له ليبيا څخه وباسي ، تر دي دمه ستايلي کيږي.

همداراز د فرانس د بهرنو چارو وزير د وينا تر مخه دغه هيواد له هغې وروسته په ليبيا کي ياغيانو ته وسله ورکړه چي واکمن معمر قذافي د مشرۍ څوکۍ پريښودو ته چمتو نه دی، د نوموړي په خبره هغوي تمه لري چي په ليبیا کي به ياغيان دا جنګ وګټي.

همداراز فرانس دا هم غواړي چي معمر قزافي له خپلې څوکۍ پريښودو وروسته په ليبيا کي پاتي شي.

په ليبيا کي د فرانس لخوا د پوځي کمپاين ملاتړ له هغې وروسته اغيزمن شوی چې د غه هيواد په دې وروستو کې په افغانستان کي د ناټو ماموریت پر مهال تاوان کړي.

خو د دې باوجود په فرانس کي د حکومت مخالفه سوشلسټ ګوند لخوا تر دې دمه د ليبيا په اړه د نکولس سارکوزي پريکړې ته ملاتړ ترلاسه دي. او دارنګ که د فرانس راتلونکیو انتخاباتو پوري د ليبيا جګړه دوام ولري نو مخالفه ګوند به د فرانس له واکمن ګوند څخه جدا شي چې دا به دا خبره يقيني کړي چې سارکوزي يو ښه پوځي مشر نه دی .
XS
SM
MD
LG