د لاسرسي ځای

لیبیا: یونس القاعده نه دی وژلی


په لیبیا کې د ولسي عبوري شورا مشر مصطفا عبدالجلیل وايي، د یاغیانو مشر پوځي قوماندان د پلټنو لپاره نیول شوی وو، ځکه چې د ځواکونو د ناسم انتظامولو شکایات راغلي ول او هغه مهال ووژل شو چې یو محفوظ ځای ته بیول کېده.

مصطفا عبدالجلیل دا خبره هم رد کړې ده چې قوماندان عبدالفتاح یونس د غدارۍ لپاره وژل شوی یا د القاعده ځواکونو وژلی دی. نوموړي خبریالانو ته وویل یوه کمېټي اوس هم د هغه د وژنې د حالاتو پلټنې کوي خو د هغه د وژونکو پېژندګلي شوې ده. یونس د لیبیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر وو او د فبرورۍ په میاشت کې له حکومته بیل شو او د یاغیانو ملګری شو. د پنجشنبې په ورځ هغه له خپلو ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې د پوښتنو لپاره بن غازي ته ور بلل شوی وو.
XS
SM
MD
LG