د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوري المالیکي له امریکا ایف ۱۶ الوتکې اخلي


د عراق وزیراعظم نوري المالیکي وايي د ایف ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د اخیستو لپاره یې خبرې نورې ګړندۍ کړې دي.

خبریالانو ته وینا پر مهال مالیکي وویل د اربونو ډالرو په دې سودا له میاشتو راهیسې خبرې روانې دي. ده وویل په اصلي سودا کې ۱۸ جنګي جیټ الوتکې شاملې وې خو اوس یې شمېر زیات شوی دی: ((یقیناً، موږ جدي یو او دوه ورځې مخکې مې پر یوه لیک لاسلیک کړی دی، او د عراقي هوايي ځواکونو یو پلاوی به له مشاورینو سره سفر وکړي چې قرار داد لا نور پیاوړی کړي چې په کې د پخواني قرارداد پرتله دا ځل د الوتکو شمېر زیات وي. موږ باید له هغه هېواده چې له موږ سره همکاري کوي د عراق د خپلواکۍ د ساتنې لپاره الوتکې واخلو. موږ به، که خدای وغواړي دا شمېر د ۱۸ پر ځای ۳۶ ته رسوو.)) مالیکي دا هم وویل چې په راتلونکې کې به د خپل هېواد د دفاع لپاره نور قراردادونه هم کوي. لکه د ځېنو پوځي روزونکو اړتیا لپاره، او دا به امریکا دې ته وهڅوي چې د امریکايي سرتېرو د نېټې تر پوره کېدو وروسته به هم ځېنې پوځیان په عراق کې پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG