د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب وايي سبا له به روژه وي


سعودي عرب او یو شمېر نورو عربو هېوادونو اعلان کړی دی چې سبا به روژه وي.

د سعودي عرب شاهي عدالت او لوړ عدالت اعلان وکړ چې نن به د شعبان د میاشتې وروستۍ ورځ وي، او دوشنبه به د روژې لومړۍ ورځ وي، ځکه چې د شنبې په شپه میاشت و نه لیدل شوه.

همداسې اعلانونه په اردن، مصر، کویت، متحده عرب اماراتو، سوریا، بحرین، قطر، یمن او د فلسطین په سیمو کې وشول. په نړۍ کې د افغانستان په ګډون ، په دودیز ډول، مسلمانان له سعودي عرب سره روژه نیسي خو شیعه مسلمانان بیا له ایران سره روژه او اختر کوي.

په پاکستان کې هم په ځینو برخو کې د میاشتې له لیدو سره سم روژه نیول کېږي، خو د راپورونو له مخې د پاکستان رویت هلال کمیټه وايي چې ښايي د سه شنبې یا نهې په ورځ روزه اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG