د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سي آی اې مشر دنده پرېږدي


امریکايي او پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر د ناروغۍ له کبله خپله دنده پرېږدي.

د سي آی اې دې مشر په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژنې عملیات تر سره کړي ول. د دې کس د تګ خبر لومړی د امریکا اې بي سي نیوز ورکړ. د سي آی اې د دې لوړ پوړي کار کوونکي نوم نه دی ښودل شوی. دې کس د پاکستان او امریکا د خرابو اړیکو پر مهال عملیات پر مخ بیولي دي. امریکايي چارواکو ویلي د سي آی اې د دې مشر په اسلام اباد کې د واشنګټن له سفیر کیمرون مونټر سره اختلاف راغلی وو، ځکه چې مونټر د سفارتي خبرو پر مهال د سي آی اې لخوا د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو اعتراض کړی وو. چارواکو دا ټولې خبرې د نوم نه ښودو په شرط کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG