د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سي آی اې مشر خپله دنده پرېږدي


رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر د روغتیايي وجوهاتو په اساس خپله دنده پرېږدي.

د امریکا اې بي سي نیوز ادارې خبر ورکړی دی چې دا په اووه میاشتو کې دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې د سي آی اې د اسلام اباد څانګې مشري پرېږدي.

چارواکي وايي د دې وجه دا ده چې په اسلام اباد کې د سي آی اې د دې مشر، د آی اېس آی له مشر جنرال احمد شجاع پاشا سره اړیکي د شدید تناو ښکار ول.

امریکايي او پاکستاني چارواکي وايي په پاکستانۍ پلازمېنه اسلام اباد کې د سي آی اې اوسنی مشر هغه مهال په دې دندې وګومارل شو چې تر ده مخکې په دې هېواد کې د استخباراتي ادارې د بل مشر نوم څرګند شوی وو او یوه پاکستاني چارواکي دا منلې وه.

اې بي سي نیوز لیکي د دوو داسې لوړ پوړو کسانو، په لږه موده کې، له پاکستانه ستنېدل، د استخباراتو یوه مهم دفتر ته خطر مخامخولی شي.
خو امریکايي چارواکي وايي په پاکستان کې د امریکايي استخباراتي هڅو ګړندۍ نتیجې به څه تاوان و نه رسوي.

اې بي سي نیوز لیکي پاکستاني او امریکايي چارواکي هیله من دي چې د سي آی اې د دې مشر له تګ سره به د پاکستان د آی اېس آی او سي آی اې اړیکي ښه شي.

چارواکي وايي د دې وجه دا ده چې په اسلام اباد کې د سي آی اې د دې مشر، د آی اېس آی له مشر جنرال احمد شجاع پاشا سره اړیکي د شدید تناو ښکار ول.

د مې په دویمه نېټه په ایبټ اباد کې له پوځي اکاډمۍ سره نېږدې د امریکا ځانګړو پوځیانو عملیات وکړل او اسامه بن لادن یې وواژه.

تر دې وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکي لا نور خراب شول.

د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي لیکي په دې موضوع سي آي اې له څه ویلو ډډه کړې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا د استخباراتي ادارې د دې مشر چې اوس خپله دنده پرېږدي، نوم نه دی ښودل شوی.

اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس لیکي د سي آی اې د دې مشر په اسلام اباد کې د واشنګټن له سفیر کیمرون مونټر سره اختلاف راغلی وو، ځکه چې مونټر د سفارتي خبرو پر مهال د سي آی اې لخوا د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو اعتراض کړی وو.

په دې اړه په اسلام اباد کې د امریکا د سفارتخانې ویاند البرتو رودرېګېز مشال ریډيو ته وويل چې پر استخباراتي معاملو تبصره نه کول غواړي.
XS
SM
MD
LG