د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریا کې پینځه نور وژل شوي


فعالین وايي د سوریا په دیر الزور ښار کې د سوریايي سرتېرو په ډزو کې لږ تر لږه پینځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دوی وايي دا پېښه تېره ورځ شوې ده. د فعالینو په خبره چارواکو غوښتل له دې لارې د ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ پر ضد روانې مظاهرې ماتې کړي. د سوریا د انقلاب د همغږي د ټولنې په نوم یوه ډله وايي په دیر الزور کې د دوو لیفټیننټانو او یوه کپتان په ګډون ۵۷ سرتېري له حکومته بیل شوي او له مظاهره چیانو سره یو ځای شوي دي. دا ډله وايي ځايي اوسېدونکو کمېټۍ جوړې کړې دي او پر لارو یې خنډونه جوړ کړي دي چې د ټانکونو او نورو وسله والو ګاډو ښار ته د ننوتو مخه ونیسي. د دې ډلې د څرګندونو په ازاد ډول پخلی نشي کېدای. د سوریا د بشري حقونو د مشاهدې یوه ډله وايي په دې هېواد کې د مظاهرو تر پیلېدو وروسته، ۱۸۸۸ کسان وژل شوي دي چې په کې ۱۵۱۹ ولسي وګړي او پاتې نور د امنیتي ځواکونو غړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG