د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د پور بحران


په امریکا کې د سینېټ د ډیموکراټ ګوند مشر هیري ریډ ویلي سر بېره پر دې چې د ریپبلیکن ګوند مشران وايي، خو د پور د حد پر زیاتولو دوی او هغوی تړون ته نېږدې نه دي.

ريډ په سینېټ کې دا خبرې تر هغې وروسته وکړې چې له ولسمشر باراک اوباما سره یې ولیدل. هغه وویل د ریپبلیکن ګوند مشران تر اوسه په ښه نیت له خبرو کولو انکار کوي. تر دې مخکې د امریکا د استازو د جرګې مشر جان بېنر ویلي ول باوري دی چې له ولسمشر اوباما سره به په آخره کې نتیجې ته ورسېږي چې پر پورونو د ورانووکې دیوالیې مخه ونیسي. که چېرې دا ستونزه هواره نه شوه نو امریکايي حکومت به د سه شنبې په ورځ د خپلو لښګتونو لپاره د پیسو په ورکولو کې پاتې راشي چې دا به د نړیوال اقتصاد لپاره به ډېرې خرابې پایلې ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG