د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې لویې مظاهرې


په یمن کې د ولسمشر علي عبد الله صالح په لسګونه زره مخالفینو او پلویانو د یو بل پر ضد مظاهرې کړې دي.

ولسمشر د درملنې لپاره په سعودي عرب کې دی او روغتیايي حالت یې په ښه کېدو دی. د ولسمشر صالح مخالفینو د پلازمېنې صنعا په لویدیځو او د ده لږ شمېر پلویان بیا د پلازمېنې په جنوبي برخو کې را غونډ شوي ول. د دې تر څنګ د یمن په نورو ښارونو کې هم د جمعې په ورځ، د حکومت ضد مظاهرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG