د لاسرسي ځای

تازه خبر

م م پر پاکستانیو طالبانو بندیز ولګاوه


پاکستان: د پاکستانیو طالبانو د غورځنګ اوسنی مشر حکیم الله مسود. انځور یې د ۲۰۱۰ کال له یوه ویډیويي پیغامه را خیستل شوی دی.
پاکستان: د پاکستانیو طالبانو د غورځنګ اوسنی مشر حکیم الله مسود. انځور یې د ۲۰۱۰ کال له یوه ویډیويي پیغامه را خیستل شوی دی.
هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن
- ملګرو ملتونو له القاعده سره په تړاو درلودو د پاکستان د طالبانو پر تحریک بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دا بندیزونه هغې کمېټۍ لګولي دي چې د القاعدې کارونه څاري.

د شورا په وینا، په بندیزونو کې د تحریک طالبان پاکستان شتمنۍ کنګلول، په سفر کولو او د وسلې لېږد را لېږد شامل دي.

رویټرز خبري اژانس وايي د پاکستانیو طالبانو دا شبکه، په ۲۰۰۷ز کال کې د وړو وړو ترهګرو او وسله والو ډلو د یو ځای کېدو په نتیجه کې جوړه شوه، چې اوسمهال یې مشري حکیم الله مسود (محسود، مسید هم ویل کېږي) په لاس کې ده.

اژانس د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د هغه خبر حواله هم ورکړې ده چې ښايي د طالبانو د تحریک په دې وسله والې ډلې د حکیم الله مسود کنټرول کم شوی دی.

تېر کال د مې په میاشت کې، امریکا د نیو یارک په ټایمز څلور لاره کې د موټر بمي برید نا کامه هڅه شوې وه، چې پړه یې د پاکستان طالبانو پر غاړه اخیستې وه او ویلي یې ول دوی غوښتل دا برید وکړي.

امریکايي امنیتي ادارو د دې برید د هڅې په تور یو پاکستانی توکمه امریکايي فیصل شهزاد نیولی وو.

امریکايي عدالت بیا وروسته فیصل شهزاد ته د ټول عمر د بند سزا واوروله.

د ملګرو ملتونو تر دې ګام لا مخکې، امریکايي حکومت تحریک طالبان پاکستان د ترهګر سازمان په توګه نومولې وه.

تحریک طالبان په پاکستان کې هم د ګڼ شمېر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.


د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا کمېټۍ وايي د روسیې په شمالي قفقاز کې پر فعالې یاغي ډلې (د قفقاز د اماراتو تنظیم) هم ورته بندیزونه لګول شوي دي.
XS
SM
MD
LG