د لاسرسي ځای

په کوټه کې هدفي وژنې ۱۱ وژل شوي


په کوټه کي په دوو ورځو کي هدفي وژنه کي اتلس تنه وژل شوي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې له دوو ورځو راهیسې د هدفي وژنو په پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي. د کوټې په سپیني سړک نا مالومه وسله والو په یوه سوزوکي ډوله موټر ډزې کړې دي چې په کې د پولیسو په وینا، د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي. وژل شوي ټول کسان د هزاره قبیلې دي. تر دې پېښې سم دستي وروسته، پارېدلي خلک، چې د هزارې قبیلې یادېږي، د کوټې په بېلا بېلو سیمو کې احتجاج پیل کړ. دوی پر سړک ټایرونه سوزولي دي او لویې لارې یې د ګاډو پر مخه تړلې دي. احتجاج د هزاره ډیموکریټ ګوند لخوا شوی دی او د کوټې د خبریالانو د کلب مخې ته یې هم سوله ییز احتجاج کړی دی. هلته د جمعې په مازیګر د کوټې پر سریاب سړک نا مالومه کسانو اووه کسان ویشتلي دي. د سیمې د پولیسو په وینا، پر دې کسانو هغه مهال ډزې شوې دي چې د موټرو په تمځای کې یې ایران ته د تلونکي موټر انتظار کاوه. د جمعې د ورځې د هدفي وژنو پړه د پاکستان وسله والې لښکر جنګوي ډلې منلې ده خو د شنبې د ورځې د وژنو پړه لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG