د لاسرسي ځای

تازه خبر

لار را وباسئ، امریکا له دیوالیه کېدو وژغورئ: اوباما


واشنګټن: د امریکا د استازو د جرګې مشر جان بوینر. د نوموړي بل سینېټ رد کړ. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۸مه.
واشنګټن: د امریکا د استازو د جرګې مشر جان بوینر. د نوموړي بل سینېټ رد کړ. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۸مه.
رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- په امریکا کې سینېټ هغه بل رد کړی دی چې د ریپبلېکن ګوند لخوا د امریکا د استازو ایوان په لږ اکثریت منظور کړ.

مالیاتو اړونده د دې بل په سینېټ کې نه منظورېدو سره په امریکا کې دا وېره پیدا شوې ده چې دا هېواد د حکومتي لګښتونو لپاره په پیسو ورکولو کې پاتې را نشي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه رپورټ ورکوي چې د استازو د جرګې د مشر جان بېنر د پور بل په جرګې کې د رایې اچونې پر مهال ۲۱۸ رایې په حق کې او ۲۱۰ هغه یې په مخالفت کې تر لاسه کړې.

د ریپبلېکن ګوند د جان بېنر لخوا د وړاندې شوي دې بل په مخالفت کې د ریپبلېکن ګوند ۲۲ غړو هم رایې ورکړې دي.

تر دې وروسته چې دا بل سینېټ ته لاړ نو هلته په اکثریت کې موجودو ډیموکراټانو دا بل په سمدستي توګه رد کړ.

په سینېټ کې د بل د ردولو په حق کې ۵۹ او په مخالفت کې یې ۴۱ رایې واچول شوې.

پر دې مهال د استازو د جرګې مشر جان بېنر وویل امریکايي وګړو ته ویل غواړي چې خپله پوره هڅه یې کړې ده.

په سینېټ کې د اکثریت مشر هیري ریډ په خپل بل کې بدلون راوستی دی چې د دې له لارې ریپبلېکن سیاستوالان ځان ته را جلب کړي، او دا خپل لاسوند پر ومني.

خو د کانګرس د بجټ دفتر په دې بل کې لیدلي دي چې د دې لاسوند هم د تېر هغه په څېر د بودیجوي تاوان په برخه کې اثرات یو ډول دي. یانې دا بل هم په لسو کالونو کې ۲،۲ ټرېلینه امریکايي ډالر بچت کول غواړي.

بي بي سي لیکي په امریکا کې اصلاً معامله دا ده چې حکومت د پور د اخیستو حد زیاتول غواړي چې خپلې خرچې وچلوي.

که چېرې د سه شنبې تر ورځې په امریکا کې په دې اړه موافقه را نغله نو ښايي امریکا د لګښتونو لپاره پیسې و نلري او دیوالیه شي.

بي بي سي لیکي د جان بېنر پلان دا وو چې حکومت باید خپلې خرچې کمې کړي او د ده په بل کې د ۹۰۰ اربه امریکايي ډالرو د خرچو کمول ول، او شا و خوا د همدومره ډالرو د پور اخیستو د حد زیاتوالي وړاندیز یې کړی وو.

خو د بېنر په بل کې د پور د اخیستو د حد زیاتوالی تر شپږو میاشتو وو چې ډیموکراټانو رد کړ.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي ولسمشر باراک اوباما ټینګار کړی چې د هواري داسې لار دې را و ویستل شي چې دواړه ګوندونه یې و مني او د هېواد د دیوالیه کېدو مخه دې ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG