د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو شویو کسانو مسله به څنګه هواره شي؟


کوټه: د بلوچستان های کورټ مخې ته مظاهره چیان د ورکو شویو کسانو د راخوشې کولو لپاره له عدالته مرسته غواړي. دا انځور د ۲۰۰۹ز کال دی.
کوټه: د بلوچستان های کورټ مخې ته مظاهره چیان د ورکو شویو کسانو د راخوشې کولو لپاره له عدالته مرسته غواړي. دا انځور د ۲۰۰۹ز کال دی.
رپورټ: مجید بابر خان، مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اطهر عباس مشال راډیو ته ویلي، د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې هغه رپورټ رد کړی دی چې ګوندې د بلوچستان دننه د خلکو د تښتونو تر شا د امنیتي ادارو لاس دی.

د بشري حقونو د څار د ادارې په تازه رپورټ کې ویل شوي له ۲۰۰۵ز کال راهیسې په سلګونو بلوڅان بې درکه شوي دي.

رپورټ وايي د خلکو د ورکېدو تر شا د پاکستان د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو لاس دی.

رپورټ د ۱۰۰ ورکو شویو کسانو له کورنیو سره د خبرو، د بشري حقونو د فعالینو، وکیلانو او تر تښتونې وروسته د را خوشې شویو کسانو پر مرکو بینا دی.

هیومن رایټس واچ ویلي د خلکو په تښتونو کې د ایف سي (ملېشه) سرتېرو، د هېواد استخباراتي ادارې آی ایس آی او د پوځ د استخباراتو (ملټري انټیليجنس) لاس دی.

په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو او تښتونو د مسلې د هواري لپاره څه کول په کار دي؟ په دې اړه په کوټه کې یوه خبریال او شنونکي عبدالرحمان اڅکزي، له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال په دې صوبه کې د اوسني صورتحال د هواري لپاره د ازاد کمېسیون د جوړلو خبره کوي.

دی وايي: (( د چا زوی، د چا ورور، د چا سړی، دا ورک دی او کله کله چې د چا غریب پیدا [هم] شي نو د مرګ په شکل کې وي. د هغه مسخ شده [وران شوی، د پېژندو وړ چې نه وي] مړی پیدا کېږي.))

اڅکزی وايي د سپریم کورټ د یوه قاضي په مشرۍ کې باید یو کمېسیون جوړ کړل شي: ((نو دا خو یوه ډېره غټه مسله ده. د دې لپاره خو یو داسې کمېسیون په کار دی، چې د سپریم کورټ یو جج، باید چې د دې لپاره وټاکل شي او هغه د دې تحقیقات (پلټنې) وکړي. ))

اڅکزی زیاتوي، ازادانه کمېسیون باید بلوچستان ته لاړ شي، هلته وګرځي او حکومت ور سره مرسته وکړي چې دا پلټنې وشي چې آخر ولې دا ځوانان یواځې په بلوچستان کې ورکېږي؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي د روان زېږیز کال د جنورۍ تر میاشتې ۱۱۰۰ کسان په بلوچستان کې بې درکه شوي دي، چې زیاتره په کې بلوڅان دي.
XS
SM
MD
LG