د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې د ماین چاودنه، ۱۸ وژل شوي


لښکر ګاه: په هېلمند کې یو کس یو ژوبل پولیس روغتون ته د رسولو هڅه کوي. د پینجشنبې په ورځ هم په لښکر ګاه کې وسله والو برید کړی وو. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۸مه.
لښکر ګاه: په هېلمند کې یو کس یو ژوبل پولیس روغتون ته د رسولو هڅه کوي. د پینجشنبې په ورځ هم په لښکر ګاه کې وسله والو برید کړی وو. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۸مه.
رپورټ: سید شاه سقیم، مشال راډیو


ګریشک (هېلمند)
- د افغانستان په هېلمند ولایت کې د سړک تر غاړې په شوې چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

چاودنه د ګریشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې هغه مهال شوې ده چې له سپرلیو ډک یو موټر پر سړک روان وو.

د هېلمند د والي ویاند داود احمدي مشال راډیو ته ویلي په چاودنه کې له ۱۱ تر ۱۸ پورې کسان وژل شوي دي: (( دوښمن ماینونه ښخ کړي ول. یو فلاینګ کوچ موټر په ماین ورغلی دی. یو رقم دا دی چې ۱۱ تنه شهیدان شوي، یو دا چې ۱۸. خو اوس، پولیس هلته ورغلي چې نور ماینونه خنثا کړي.))

دی وايي د ((طالبانو یا ترورستانو په ښخ کړل شوي ماین ملکي موټر ختلی دی چې له بده مرغه هېواد والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))

خو د هېلمند ولایت د امنیت آمر کمال الدین شېرزی وايي، په دغه چاودنه کې ټول ۱۸ کسان وژل شوي دي: (( دا په نهر سراج کې [شوې ده]. نظر په راپور د محل و منظقې ۱۸ تنه په دې [چاودنه] کې وژل شوي دي.))

دی وايي په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي او ښکار شوي ټول کسان ملکي وګړي دي.

تېر ماښام، په ګریشک ولسوالۍ کې د طالبانو وسله والو او د پولیسو تر منځ نښته هم شوې ده.

شېرزی وايي په دې نښته کې څلور پولیسان وژل شوي، دوه ژوبل دي.
د طالبانو یو ویاند، قاري یوسف احمدي وايي په دې نښته کې نهه پولیسان وژل شوي او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هېلمند د امنیت آمر کمال الدین شېرزی وايي وسله والو پر پولیسو غلچکی برید کړی دی او دا پېښه تېر سهار شا و خوا په اووه نیمو بجو شوې ده.
XS
SM
MD
LG