د لاسرسي ځای

تازه خبر

سویس وګړي له موږ سره دي: طالبان


لورالايي (بوری): د بوري یو منظر، له دې ځایه دوه سویس وګړي تښتول شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ.
لورالايي (بوری): د بوري یو منظر، له دې ځایه دوه سویس وګړي تښتول شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ.
رپورټ: سېلاب مسود، مشال راډیو

اسماعیل خان ډېره
- په پاکستان کې طالبانو ویلي دي، موده مخکې له لورالايي (د سیمې اوسېدونکي یې بوری بولي) تښتولي شوي سویس وګړي له دوی سره دي.

د طالبانو یوه مشر ولي الرحمان مشال راډیو ته یو پیغام را استولی دی چې په کې هغه دا پخلی کړی دی چې دواړه سویس وګړي له دوی سره دي.

ولي الرحمان ویلي دا دوه سیلانیان به هله خوشې کوي چې امریکا، اوروپايي قومونه او د سوېټزر لینډ اوسېدونکي ډاکتره عافیه صدیقي خوشې کړي.

دی زیاتوي که چېرې عافیه صدیقي خوشې نه کړل شوه نو بیا به د ده په خبره، د طالبانو شرعي جرګګۍ د سویس وګړو د راتلونکې پرېکړه وکړي.

د سویټزرلینډ دا وګړي، چې یوه ښځه او بل سړی دی او دواړه سره ښځه مېړه دي، له لورالايي د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه تښتول شوي دي.

دا مهال دا کسان، د وزیرستان په یوه نا مالوم ځای کې یرغمال ساتل شوي دي.
XS
SM
MD
LG