د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت دې په بلوچستان کې سړي تېښتونه ودروي



ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس د پاکستان په صوبه بلوچستان کي د امنيتي ځواکونو لخوا د خلګو د تښتولو په اړه د بشري حقوقو د څار د نړيوالي ادارې يو راپور خپور کړی دی چي ليکي، په پاکستان کي د پوځي واکمن له واکه تر ليري کېدو درې کاله وروسته هم ولسي حکومت پاته راغلی چي په بلوچستان کي د امنيتي ځواکونو لخوا په زور د خلګو تښتول ودروي.

ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس د بشري حقوقو د څار د نړيوالي ادارې له خولې ليکي، سړي تښتونکي زياتره وخت په پک اپ موټر کي وي او ولسي جامې يې په غاړه وي. دوی تر تښتولو مخکي سړی وهي او سترګي يې په ټيکري ور تړي.

راپورليکي چي په پاکستان کي د خلګو تښتول تر يولسم سپټمبر ورسته هغه وخت زيات شول کله چي پاکستان د امريکا ملاتړ وکړی او بې له څه عدالتي کاروايي يې د القاعده او طالبانو يو شمېر مشکوک غړي امريکا ته په لاس ورکړل. خو پاکستان تر دې ډېر ژر وروسته د هغو ډلو په ضد ګامونه پورته کړل چي په هيواد کي دننه يې خطر ورڅخه درلودی لکه بلوڅ قام پرستان.

راپور زياتره د هغو پيښو په هکله مالومات خپاره کړي دي چي په ۲۰۰۹-۲۰۱۰م کال کي تر سره شوي دي. په راپور کي د څه باندي يو سل هغو کسانو سره خبري شوي چي تښتول شوي او بيا خوشي شوي دي او بل پلو د ځپل شوو کسانو له خپلوانو څخه هم مالومات تر لاسه شوي دي. درې داسي تښتول شوي ماشومان هم شته چي عمرونه يې يوازي دولس کاله دي.

د راپور له مخي بشير عظيم چي د بلوڅ ريپبلکن ګوند فعاله غړی دی، درې ځله په ۲۰۰۵م، ۲۰۰۶م، او ۲۰۰۹م کي وتښتول شو. ده د بشري حقوقو د څار ادارې ته ويلي چي د پوښتنو او دړکۍ سربېره ده ته وهل ټکول هم ورکړل شوي. دی زياتوي، په ورستي ځل يې زما پر نوکانو مېخونه وټکول، زما پر ملا يې چوکۍ کښېښوده او پر کښېنستل او بيا يې دوې ورځي په داسي کمره کي واچولم چي يوازي درېدلای شوای. کله چي دوی زه دباندي را وايستم نو پښې مي پړسېدلي وې او پر مځکه راولوېدم او بېهوښه شوم.

راپور زياتوي، امريکا په دې باور ده چي د افغان طالبانو مرکزي دفتر په بلوچستان کي دی خو د پاکستان امنيتي ځواکونه بيا په دې صوبه کي د بلوڅانو پر ياغيتوب اندېښمن دي.

راپور پر مخ ليکي، دا څرګنده نه ده چي په بلوچستان کي په اوسنيو حالاتو کي څومره کسان وژل شوي يا تښتول شوي دي. حکومت مخالفه بلوڅ قام پرستان وايي چي په زرګونه کسان يې ورک شوي دي خو حکومتي چارواکي بيا شمېره له يولس سوه څخه تر څو درزنه پوري ښيي. د راپور له مخي خبري رسنيو د ۲۰۱۰م کال له جولايي څخه بيا د ۲۰۱۱ کال تر فبروري پوري د ورک شوو کسانو د اويا مړو موندلو خبر ورکړی دی.

د بشري حقوقو د څار نړيواله اداره مني چي د آصف علي زرداري ولسي حکومت چي په ۲۰۰۸م کال کي يې واک تر لاسه کړی، د بلوڅانو د بې وزلۍ لپاره د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو راوستو لپاره ځيني ګامونه پورته کړل خو داسي ښکاري چي حکومت د امنيتي ادارو مخي ته اوس هم بې وسه دی.

راپور په پای کي ليکي، داسي ښکاري چي د پاکستان سپريم کورټ هم په بلوچستان کي د خلګو وژني يا تښتولو ته د جرم په سترګه نه ګوري او د امنيتي ادارو کسان يې د داسي کارونو له کولو مستثنا ګرځولي دي چي له قانون سره سمون نه خوري.
XS
SM
MD
LG