د لاسرسي ځای

سرچینه : نیو یارک ټایمز
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو
امریکايي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز په یوه مقاله کې لیکلي دي چې په پاکستان پنجاب پوهنتون کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د ستاینې لپاره د شاعرۍ او لیکونو په مقابله کې د ګډون لپاره پوسټرونه لګېدلي دي.

که څه هم د اسامه بن لادن د ستاینې لپاره د شاعرۍ او لیکونو د دې مقابلې د جوړونکو نوم نه دی په ډاګه شوی خو ګمان کیږي چې دا کار به په پنجاب پوهنتون کې د جماعت اسلامي د لوستونکو ډلې اسلامي جمعیت طلبا کړی وي چې په پوهنتون کې په دې مشهور دي چې خپل فکر په زور په لوستونکو مني.
ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي ، د پیو څېړنیز مرکز د یوې نظر پوښتنې له مخېپه پاکستان رنګه ملک کې چې ۶۳ فیصده کسان د هغو عملیاتو پر ضد دي چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو ، داسې پوسټرونه څه حېرانوونکې خبره نه ده ، بلکه حېرانوونکې خبره دا ده چې ولې د دې پوسټرونو جوړوونکو د خپلو نومونو پر ځای یوازې یوه د برېښنالیک پته ورکړېده.
نیویارک ټایمز لیکي ، د پنجاب پوهنتون دا څانګه له شاوخوا دېرشو کالو راهسې د اسلامي ډلې اسلامي جمعیت طلبا مظبوط مرکز دی. دا ډله خپل اسلامي فکر په زور په لوستونکو مني. پر موسیقي او کلتوري غونډو یې کلک بندیز لګولی دی ، او له ټولګي یا کلاس روم څخه دباندې د نجونو او هلکانو تر منځ خبرې اترې بدي ګڼي. او هغه نارینه لوستونکي په نښه کوي چې له نجونو سره ناست وي. هلته ټوپک ، لویدیځ پر ضد او د جهاد په حق کې تبلیغاتي پاڼې په ا سانه ترلاسه کېدای شي.
ورځپاڼه لیکي ، که د اسلامي جمعیت طلبا خبره شي خو هغوي به نه یوازې دا کار کړی وای بلکه په دې به یې فخر هم کولای.
د پوهنتون د بهرنیو اړیکو افسر خرم شهزاد ورځپاڼې ته ویلي دي ، موږ هڅه کوو چې د دې پوسټرونو لګوونکي مالوم کړو. دا یو د نیوکې وړ سیاسي فعالیت دی او پر ضد به یې ګام پورته شي.
ورځپاڼه لیکي ، د دې پوسټرونو د لګولو شک ځکه پر اسلامي جمعیت طلبا کیږي چې هغوي هلته کلک واک لري او نویو راتلونکو زده کوونکو ته خپل واک د پوسټرونو ، خبرتیاوو او رسالو له لارې ورکوي.
ورځپاڼه د دې پوهنتون د ژورنالزم د څانګې د یوه زده کوونکي شل کلن صلاح الدین له خولې لیکي ، ما زیاتره دلته د اسلامي ډلو لکه اسلامي جمعیت طلبا ، لښکر طیبه او حذب تحریر بېلابېلې مجلې او لیکونه لیدلي چې په لوستونکو کې وېشل کیږي.
صلاح الدین زیاتوي ، ما داسې پوسټرونه هم لیدلي دي چې پر زده کوونکو د جهاد کولو لپاره زور اچوي.
د صلاح الدین په کوټه کې د هغه پنځویشت کلن ملګري محمد جهانزیب ورځپاڼې ته ویلي په پوهنتون کې د اسامه بن لادن د ملاتړ پیدل کول څه ګران کار نه دی بلکه دی پخپله د هغه د ستاینې لپاره د شاعرۍ او لیکونو د دې مقابلې پلوي دی.
محمد جهانذیب ویلي ، اسامه بن لادن د د مسلمانانو اتل دی او امریکا په عراق او افغانستان کې مسلمانان وژلي دي.
په دې پوهنتون کې د زولوجي پروفیسر نعیم خان چې د پوهنتون د دې څانګې په ادارې ډله کې غړیتوب لري ، له ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي ، د اسمه بن لادن له وژل کېدو درې اونۍ وروسته د پوهنتون د دې څانګې د جومات مشر مولوي د اسامه بن لادن ستاینه پیل کړه او له خلکو څخه یې د هغه لپاره د دعاګانو کولو غوښتنه وکړه.
نعیم خان زیاتوي ، ما او څو نورو ملګرو له دې انکار وکړ او راووتو خو ډېرو زده کوونکو خپل لاسونه پورته کړي وو او د القاعده شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته یې دعاګانې کولې.
پروفیسر نعیم خان وايي ، تر دې وړاندې به اسلامي جمعیت طلبا په ډاګه خپله خواخوږي څرګندوله او د دې ډلې غړو به هیڅ کله هم په دې اړه شرم نه احساساوی چې د اسلامي جمعیت طلبا پر پوسټرو او رسالو خپل نومونه چاپ کړي. خو په دې وروستیو کلونو کې د پوهنتون ادارې د داسې زده کوونکو پر ضد ګامونه واخیستل.
پوفیسر نعیم خان زیاتوي ، داسې قدامت پسندي هر کال وي او په تېره میاشت کې د اسلامي جمعیت طلبا غړو د کاشف حسېن په نامه هغه زده کوونکی وواهی چې له ښځینه زده کوونکې سره ناست وو.
ورځپاڼه زیاتوي ډېر داسې زده کوونکي سته چې د اسلامي جمعیت طلبا دا سخت دریځي ردوي او بیا نجونو د دې پېښې پر ضد لاریون هم وکړ.
نیو یارک ټایمز په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جمعیت طلبا په دفتر کې د ناست یوه غړي ، محمد زبېر صفدر له خولې لیکي چې دا پوسټرونه به د اسامه بن لادن د وژنې یو غبرګون وي ، موږ کله هم د اسامه بن لادن ملاتړ نه دی کړی ، روښتیا خبره دا ده چې موږ د القاعده شبکې وجود نه منو ، دا یو تصوراتي سازمان دی .
ورځپاڼه لیکي ، چې کله محمد زبېر صفدر دا خبرې کولې نو د هغه په دفتر کې ناستو نورو کسانو هم په داسې ډول خپل سرونه وښورول چې ګواکې نوموړی بلکل سم وايي.
محمد زبېر صفدر زیاته کړې ، د اسلامي جمعیت طلبا ډله ځکه په پنجاب پوهنتون کې ژوندۍ ده چې زیاتره زده کوونکي یې ملاتړ کوي ، او موږ هر څه په ښکاره کوو ، موږ پر پټو کارونو باور نه لرو ، او موږ به نورو ته هم اجازه ورنه کړو چې په پټه څه وکړي.
XS
SM
MD
LG