د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې وشي او که نه؟




رپوټ بشیر ګواښ

په افغانستان کې ځينې خلک د طالب وسله والو سره د خبرواترو په کولو باندې نيوکه کوي او وايي چې دا ډله د افغانستان قانون نه مني او تشدد ته دوام ورکوي نو بايد چې خبرې ورسره و نه شي خو ځينې نور بيا د دې نظر سره همغږي نه دي.


په داسې حال کې چې امريکا ويلي له افغانستانه به تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل پوځيان وباسی، په دې هيواد کې د مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو لړۍ تيزه شويده. د افغانستان حکومت د دې کار د ښه تر سره کولو لپاره د سولې د عالي شورا په نامه يوه داسې جرګه جوړه کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د روغې جوړې لپاره کار وکړي.

ځينې کسان د وسله والو سره د خبرو اترو کولو هسې د وخت ضايع کول ګڼي. د افغان پارليمنټ د مشرانو جرګې يا سينيټ يوې وکيلې رڼا ترين د هغه اته کلن ماشوم يادونه وکړه چې د رپورټونو ترمخه تيره اونۍ په هلمند ولايت کې ظاهرا طالب وسله والو له دې امله وواژه چې پلار يې د پوليسو د يو ګاډي ډرايور وو،هغې په سينيټ کې وويل، د سولې عالي شورا چې په کوم کار پيل کړی دی. په دې کار کې دې چټکتيا راولي. يا دې چټکتيا راولي يا دې يې بيحي بند کړي. هغه کسان چې په يوه اته کلن ماشوم باندې زړه نه سوځوي او د پلار په ګنا يې دار ته پورته کوي هغه پر يو پوليس هم زړه نه سوځوی، هغه پر يو وزير هم زړه نه سوځوي، هغه پر ولسمشر هم زړه نه سوځوي نو بيا د سولې خبرې د څه لپاره دي چې د هغوی سره کيږي. بيا نو بايد دولت ورسره په مقابل طرف کې ودريږي. هسې هم امکانات په لاس کې لري او هيوادونو ورسره د مرستې ژمنه هم کړي ده نو بيا ورته ولې ګوري.٬٬

د طالب وسله والو سره په خبرو باندې په داسې حال کې نيوکه کيږي چې دوه ورځې وړاندې د کندهار ولايت ښاروال، له هغه لږه موده وړاندې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د ارزګان پخوانی والي د پارليمان د يو غړي سره او د دې مياشتې په پيل کې کې د حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزی ووژل شو. د دې ټولو پيښو پړه طالبانو په غاړه واخيسته.

خو د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاالله لودين وايي چې د تشدد د دغسې پیښو د مخنيوي لپاره د سولې خبرې مهمې دي. هغه وايي، د سولې عالي شورا په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره هلې ځلي کوي. طبيعي خبره ده، ترورونه زیات شوي دي، عمليات زيات شوي دي، طالبان يې مسوليت په غاړه اخلي. مونږ د همدغې ناورين د ختمولو لپاره دې مذاکراتو ته دوام ورکوو او د هغې ورځې په اميد باندې يو چې د افغانستان حکومت او وسله وال مخالفين د مذاکراتو ميز ته کښيني.٬٬

د افغان پارليمنټ يوه غړې جنرال نظيفه ذکي بيا وايي چې د طالبان وسله والو سره هغه وخت خبرې سمې دي چې دوی وسله پر ځمکه کيږدي او ديمکراتيک بدلونونه ومني خو د نوموړي په وينا داسې نه ښکاري. هغې مشال ريډيو ته وويل، دوی د افغانستان اساسي قانون نه مني. دوی داسې وايي چې زموږ سيستم دې تغير وکړي. مونږ بايد په دغه شکل د دې ګروپونو سره خبرې ونه کړو. زما په نظر له دوی سره خبرې د منلو وړ نه دي . هغه چا چې قتل کړی، خلک يې وژلي نو څنګه ورسره خبرې وکړو. د دې مانا خو دا ده چې موږ قاتلان راولو ، ترهګر راولو او په نظام کې ورته برخه ورکړو. ٬٬

خو د پارليمنټ يوه بله غړې آرين يون وايي چې د طالبانو په شان نور ډير خلک هم په حکومت کې برخه لري او هم په پارليمنټ کې ناست دي نو که هغوی هم حکومت ته راشي رويه به يې بدله وي. د نوموړي په وينا که پخواني جنګ سالاران په حکومت کې ګډون درلودلی شي نو طالب وسله دې هم پکې وي. آرين يون مشال ريډيو ته وويل،داسې ګروپونه او ډلې ټپلې وي په کابل کې چې په ښځو باندې يې ډير ظلمونه کړي نو هغوی نن په حکومت کې ناست دي او برخلاف بيرته د ښځو د حقونو مدافعين هم دي. نو په دې خاطر زه فکر کوم که طالبان هم راشي او حکومت کې ګډون وکړي او دا جنجال په افغانستان کې ختم شي ځکه چې نور زمونږ خلک له دې جګړو څخه ستړي شوي دي.٬٬

د سولې سره د خبرو اترو يوه مخالفه ډله نوي جوړه شوي د تغير او اميد په نامه ډله ده چې مشري يې د شمالي ټلوالي پخوانی غړی ډاکټر عبدالله کوي. په دې ډله کې زياتره هغه کسان راټول دي چې د همدې ټلوالې سره تړاو لري او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د دوی سره جګړې کولي. آرين يون وايي چې دا ډله ځکه د سولې لپاره د خبرو اترو پلوي نه کوي چې په حکومت کې په لرونکي پراخه برخه ويريږي. آرين يون وايي: (( ځينې خلک په حکومت کې ډيره برخه لري. له خپل حق څخه زيات امتياز يې اخيستی دی. دوی د سولې طرفدار نه دي. که چيري په افغانستان کې سوله راشي او قانون عملي شي نو بيا به د دوی نه د خپلو کړو کارونو پوښتنه کيږي او دا کوم امتياز چې دوی نن اخيستی دا به تقريبا د دوی له لاسه ووځي نو ځکه دوی هميشه کوشش کوي چې اوبه خړي کړي او ماهيان پکې ونيسي.))

ياده دي وي چې د ملګرو ملتونو د يو رپورټ ترمخه د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په څلورو کلونو کې ۹۷۵۹ ملکي وګړي وژل شوي دي. د دې تر څنګه ګڼ نور زخميان شوي او بې کوره شوي هم دي.

د مخالفو وسله والو سره د خبرو د ښه پر مخ وړلو لپاره په دې وروستيوو کې ملګرو ملتونو د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا په غوښتنه د څوارلسو طالب وسله والو نومونه له تور ليسټه ليري کړي دي.
XS
SM
MD
LG