د لاسرسي ځای

په اروپا کې د کډوالو په باب په بحثونو کې بدلون راغلی


دا د ناروې په اوسلو کې د وژل شويو کسانو د یادغونډې تصویر دی

دا د ناروې په اوسلو کې د وژل شويو کسانو د یادغونډې تصویر دی



امريکايی ورځپاڼه نيويارک ټایمز په خپله يوه مقاله کې وايي، چې په ناروې کې د ډله ییزه وژني وروسته په ټوله اروپا کې د اسلام او په اروپا کې د قدامت پسنده ښي لاسو په اړه بحث تود شوی دی.

نيويارک ټایمز وايی په ناروې کې پوليس له وژونکي ايندرس بهرنګ بريوک سره په ممکنه توګه په جرم کې دشريکو په لټه کې دي خو پیښي په نورو اروپايی هیوادونو کې هم خلک ډير خفه کړي دي.

د ورځپاڼي په وينا چې خلک آن دومري پاريدلي چې په سويډن او ناروې کې سخت دريځه ښي لاسي ګوندونو د خپلو غړو له خوا په هغه خبره غندل شوي چې ګڼ کلتوريتوب د ناروې د بريدونو اصل ذمه واره ګڼي.

د فرانس د سخت دريځه ښي لاسي ګوند د يوه غړی رکنيت ځکه معطله شو چې بريد کوونکی يي ستايلۍ وو.

ليکوال نکولس کولش وايي چې په یورپ کې په وسله واله مبارزه باور نه لرونکي ګوندونو باندي د ترهګر بريدونو تور لګول کیدای شي ډير ګران کار وي خو سیاستوالان د بهرنيو کډوالو پر ضد هغه جذباتي ویناوې تر پوښتنې لاندې راولي چې په دې نږدې وروستيو کې يې په اروپا کې د ښي لاسو سیاستوالانو په را پورته کولو کې زياته مرسته کړې ده.

په جرمني کې د سوشل ډيموکريټک پارټی مشر سګمر ګيبريل خبري اژانس ډي پي ای ته ويلي چي په منطقه کې له بهرنيانو څخه نفرت کول او ملت پالني د ناروې بريدونه روزلی دي.

دی وايی باید ټولنه په ښکاره ووايي چې نور دا خبري نه مني.

لیکوال وايي، چې ددې پيښی د نتيجو په اړه زغرده هيڅ نشي ویل کيدلای. دده په وینا د برتانيا ، اټلي او جرمني په ګډون د اروپا په لويو هيوادونو کې چپ لاسي ګوندونه په واک کې نه دي او هڅه کوي داسي يوه خبره پيدا کړي چې دځان زور ورباندي بيرته را ژوندی کړي.

خو د ليکوال په وینا د ناروې د بريدونو وروسته د ښي لاسو ګوندونو لپاره ملاتړ تر لاسه کول ډير ګران شو.

د ورځپاڼي په خبره په يورپ کې پر دې هم بحث پیل شوی دی چې پر انټرنيت باندې له يو بل سره د خبرو کولو د جوړو شوو ډلو د څارلو په ګډون د قدامت پسنده سخت دريځو پر ضد بايد څنګه کارواياني وشي.

د جرمني د سوشل ډیموکريټک پارټۍ يوه مشره ايدريا نېهلس د خپل ګوند هغه خبره بيا کړې ده چې په سخت دريځه ښي لاسو ګوندونو دي بنديز ولګول شي.

خو کارپوهان وايي، دا سی کیدل ښايي نور تاوان وکړي ځکه دا به خلک د بحث له پراخ بهير څخه نور هم ګوښه کړي او په دوی کې به د ردولو فلسفه نوره هم پخه کړي چې آخري نتيجه يي تشدد ته مخه کول دي.
XS
SM
MD
LG