د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان ترمنځ له خبرو تمې



امريکايی مجله ټائمز د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيري حنا ربانی کرد هند سفر او د دواړو هيودادونو پر خپل دريځ د دريدو هڅی څيړي.

هند فکر کوي چې اقتصادي هلې ځلې څومره زیاتي وي هومره به په سودګرو او بې روزګاره ځوانانو کې د هند دريځ پياوړی کيږي نو په داسي حالت کې دوی بيا د پر مختلونکې انډیا او کمزوري پاکستان تر مينځ ښه خوښه کولای.

ټایمز مجله حنا رباني کر د نوې بهرنيو چارو وزيري جوړيدو ته په اشاره سره د خپلي مقالي عنونا همدا ټاکلی دی چې ؛ ولي نوې څهره د سولي په برخه کې هند او پاکستان يو بل ته د رانږدي کولو لپاره کافي نه ده.؛

د ټائمز د مقالې ليکوالي جيوتي توتم د پاکستان او هند تر مينځ د څو لسيزو خرابو اړيکو ته په پام سره د د پاکستان د خارجه چارو د نوې وزيري حنا رباني کهر رول ارزوي.

دا وايی چې د هند ميډيا د حنا رباني کر راتګ ته ډير زيات ارزښت ورکړۍ او ددواړو هيوادونو خلکو ددې له سفر څخه دا هیله کوله چې د شپږو لسيزو خرابو اړيکو ته په پای ورکړي.

ليکواله ددې د هغو خبرو حواله ورکوي چې هند ته يي له رسيدو سره سم وکړې. نوموړې ويلي وو چې دوی له تاريخه سبق اخستی دی خو تاريخ يي پر ځان بوج کړی نه دی.

دې زياته کړه چې په راتلونکې کې د دواړو هيوادونو ګټي سره تړل شوی دي او دوی په منطقه کې د ځان په ذمه واريو پوهيږي نو ځکه ښه او دوستانه ګاونډيان جوړيدلای شي.

ليکواله پوښتنه را پورته کوي چې آيا دا دهند او پاکستان تر مينځ د ښه اړيکو پيل دي ؟ خو ليکواله د خپلي پوښتني په ځواب کې وايي نه داسي بالکل نه ده.

د ټائمز ليکواله بيا د دواړو هيوادونو تر مينځ د اړيکو د ښه کولو په لړ کې د حنا رباني کر له شخصي صلاحيتونو راوزي او بيرته خپل پام د هند او پاکستان تاريخي اړيکو او د دوی پر خپلو ټینګو دريځونو ولاړ حالت ته راګرزوي.

دا وايی، پاکستان دريځ لري چې هند د د کشمير د لانجې د هواري لپاره د مینځګړي مداخله و مني خو د لیکوالي په وينا که دا دريځ و منل شي نو هند يي بایللای شي.

نو ددې په وينا هند له پاکستان سره نا قراره خو په پرتليزه توګه پر ځای ولاړ پر امنه حالت غواړي.

ليکواله پر ځای ولاړ حالت تشريح کوي او وايی چې هند لائن آف کنټرول د کشمير يو غير رسمی سرحد منلو، شته سيمه له لاسه ورکولو او نه هم نوره سيمه لاس ته دراوړلو او د ددواړو کشميرو تر مينځ تجارت او د خلکو تګ راتګ ته اهمیت ورکوي.

ددې په وینا هند فکر کوي چې اقتصادي هلې ځلې څومره زیاتي وي هومره به په سودګرو او بې روزګاره ځوانانو کې د هند دريځ پياوړی کيږي نو په داسي حالت کې دوی بيا د پر مختلونکې انډیا او کمزوري پاکستان تر مينځ ښه خوښه کولای شي.

د ټائمز د مقالې ليکوالې جيوتي ټوټام په دې ترڅ کې د چارشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډي وروسته د جاري شوي ګډ بيان حواله ورکوي او وايی په دې ليدنه کې د سرحد د دواړو غاړو تر مينځ تجارت هغه يوازنی موضوع وه چې ورباندي عملي پرمختګ و ليدل شو.
XS
SM
MD
LG