د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لېبیا کې یاغیان د نویو حملو تیاري کوي


په لېبيیا کې ياغيان وايي، چې د واکمن معمر قذافی ځواکونو پرضد نویو حملو ته تيار دي. دوی وايي چې په ۴۸ ګنټو کې د غازيه ښار چې تيونس سره یې پوله لګېدلې ده د باندې د بريد پلان لري.

ياغی کمانډر عمر فکان رایټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په نفوسه غرونو کې ياغيان د نوي بريد لپاره راټولېږي او دوی د نویو حملو لپاره تيار دي.

بلخوا بریتانییې په رسمی توګه د ليبيا د ياغيانو عبوری کونسل منلی دی. د بریتانییې د بهرنو چارو وزير ويلیم هېګ وايي چې په لندن کې د ليبيا د سفارتخانې ټول کارکونکي باسي او ياغيانو ته به بلنه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG