د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار ښاروال خاورو ته وسپارل شو


د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي تېر ماښام د کندهار پوهنتون ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو چې د جنازې په مراسمو کې يې د کندهار والي ډاکټر توريالي ، د ولسمشر کرزي وروڼو او ګڼ شمېر دولتي چارواکيو برخه اخيستې وه .

ښاروال غلام حيدر حميدي تيره ورځ په ځانمرګې بريد کې وژل شوی وو. طالبانو د بريد پړه په غاړه اخستی ده.

د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي چې زيات وخت کندهار ښاروال ته نږدى پاتى شوى وايي، چې د حميدي د وژل کېدو ورځ د کندهار او افغانستان لپاره یوه ویرژنه ورځ ده.

په کابل کې د امریکا سفير ريان سي کروکر ددغه پېښي په سختو ټکو غندنه کړيده او ويلي دي چې له دې ښکاري چې افغانستان له چيلنجونو سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG