د لاسرسي ځای

له کورمې اېجنسۍ یو لک کسان کډه شوي دي


پاکستاني چارواکي وايي ،په کورمه ايجنسۍ کې د وسله والو پرضد پوځی عملياتو له کبله له سيمې څه نا څه يو لک خلک کډه شوي دي.

په کورمه ايجنسۍ کې پاکستاني پوځ د وسله والو د پټن ځايونو او روزنیز مرکزونو پرضد روانه مياشت عمليات پيل کړی وو.

د کورمې ایجنسۍ د کډوالو د څارنې حکومتي چارواکی صاحبزاده انيس وايي، چې له سيمی لس زره کورونیو يا يو لک خلکو کډه کړېده.
XS
SM
MD
LG