د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومند ایجنسۍ پر ټولنیز ژوند ژوند د طالبانو اغیز



رپوټ ګل آیاز


په قبایلي سيمو کې که یو لوري د طالبانو له راتګ سره امن تباه شوی دی نو بلخوا یې پر ټولنیز ژوند هم ډير زيات اثرات غورزولي دي.

په دوی کې یوه هم د مومند ايجنسۍ ده چې په شاوخوا قبایلي علاقو کې یو پرامنه سیمه بلل کېده خو په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو له راتګ سره ددي سيمې پښتني دود دستور ته ډير سخت زيان رسېدلی دی.

زما په زړه کې کله کله خبره راپورته شې زه يي ديوال ته هم نشم کولای،داسې نه چې حکومت او يا طالبان خبر کړي او ما ته خطر جوړ نشي.د خلقو زوړونه ډک دی خو نشی ويلي.

په مومندو کې به پخوا ښځوبه په پټو او کروند کې له نارينه وو سره ګډه کار کولو له غرونو څخه به یې لرګي راوړل،له ګودرونو به یې اوبه راوړې، هم دغه شان به یې په ودنو کې د ټنګ ټکور بانډارونه او محفلونه جوړول ،چې کله به یې په کلي بانډو کې د یو تربره په کې کور کې هلک یا انجلۍ وزیږېده نو د خوشالۍ سندرې او ګډاګانې به یې کولې ،د کلي مشران او ځوان به په هجرو کې راغونډېدل .

خو په پيښور کې څيړونکی ځلاند مومند وايي چې اوس په مومندو کې دا ټولنیز دودونه تر ډېره له مینځه تللي دي.دی زیاتوي، زموږ د معاشری يو څو اقدار وو، د جنګ به هم يو څو طريقې وې د جنګ به ټاکلی وخت وو. د اورپکیتوب سره دا ټول اقدار ختم شول٬٬

ددي نه علاوه په مومندو کې به د ودونو ډير زيات رواجونه او رسمونه وو او په دې کې به د تنګ تکور، اوربل ،نوکریزې او په هغو کې به د کلي پیغلې او ځوانان راټولېدل . په اسلام اباد کې دسیمه ییزه چارو کار پوه سيلم ساپی وايي اوس د طالبانو له ويری څوک هم نشي کولی چې خپل دود دستور ژوندی وساتي، د ژوند یو اړخ داسې نه دی پاته چې د اړی ګړی له وجي متاثره شوی نه دی. دغه شان دود دستور د واده ډير رسمونه وو چې د طالبانو له وجې ممنوع وګرځول شو. پخوا به خلک په واده کې اوربل ته تلل خو اوس د امنيت له وجي څوک هم نشی تللی سندری ټنګ تکور اټن د هر څه ختم شو٬٬

د مومندو ایجنسۍ په زرګونه خلک په سیمه کې د اورپکو طالبانو له راتګ او پاکستاني پوځي عملیاتو څخه بې کوره شول

د مومندو يو اوسيدونکي ايوب خان وايي ډېرې بدمرغۍ رامنځ ته شوې او ډېر خلک ډېر څه ویل غواړي ، خو ویلای یې نشي. زما په زړه کې کله کله خبره راپورته شې زه يي ديوال ته هم نشم کولای،داسې نه چې حکومت او يا طالبان خبر کړي او ما ته خطر جوړ نشي.د خلقو زوړونه ډک دی خو نشی ويلي.

په مومندو کې د طالبانو راتګ سره په ښځو په مکمله توګه بنديز ولګېدو همدا خبره څېړونکی ځلاند مومند هم کوي چې د طالبانو له راتلو سره د سيمې بڼه واوړېده ،دي کارونو سره زموږ پر ژوند لوی اغیز شوی دی. زموږ په جنګونو کې ښځو ته چا څه نه ویل ،ماشومانو ته یې زيان نه رسولی او دښمانان چا نه غرغره کول.٬٬

ځلاند مومند زياتوي چې په ټولنه کې زغم په ختمېدو دی.

په پېښور کې يو بل خبریال شريف مومند چې د مومند ايجنسي توری تيږي نه تعلق لري وايي چې مومندو که خلک غریبان هم وو خو خپل دود دستور به یې ژوندی ساتلی وو.

د ژوند په اوږدو کې پر قامونو تل لوړې ژورې راځي خو تاریخپوهان وايي تاسو د ټولنې خلک وژلی شي هغوی له مینځه وړلای شی خو د دوی کلتور او تهذیب ،خوی بوی ،دود دستور او رواج نشی وژلای.
XS
SM
MD
LG