د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار ښار وال خاورو ته وسپارل شو


د کندهار وژل شوي ښاروال غلام حیدر حمیدي
د کندهار وژل شوي ښاروال غلام حیدر حمیدي
د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي تېر ماښام د کندهار پوهنتون ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو چې د جنازې په مراسمو کې يې د کندهار والي ډاکټر توريالي ، د ولسمشر کرزي وروڼو او ګڼ شمېر دولتي چارواکيو برخه اخيستې وه .

ښاروال غلام حيدر حميدي تيره ورځ په ځانمرګې بريد کې وژل شوی وو. طالبانو د بريد پړه په غاړه اخستی ده.

د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي چې زيات وخت کندهار ښاروال ته نږدى پاتى شوى وايي، چې د حميدي د وژل کېدو ورځ د کندهار او افغانستان لپاره یوه ویرژنه ورځ ده.

په کابل کې د امریکا سفير ريان سي کروکر ددغه پېښي په سختو ټکو غندنه کړيده او ويلي دي چې له دې ښکاري چې افغانستان له چيلنجونو سره مخامخ دی.


پرون د ښاروال د وژل کېدو وروسته د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د ښاروال وژنه د دولت د مخالف کسانو يوه بله هڅه وه چې ويې کړه. دده په خبره هغه کسان چې ښاروال يې وژلى بايد خوشحاله نه شي چې د ده پيل شوي کارونه به ودرېږي.

"له څو ورځو راهيسې ښاروال صاحب د کندهار د کوتل مورچې په سيمه کې د غصب شويو ځمکو په تصفيه مصروف وو دغه دولتي ځمکې زور واکانو قبضه کړې وه ، دى په دغه سيمه کې بې نقشې او بې حسابه ځمکې خلکو لاندې کړې وي، دغه پروسه به بيا هم دوام ولري. دده په شهادت سره به دغه پروسه ونه درېږي او نه يواې په کوتل مورچه بلکې په نورو سيمو کې به هم دوام ولري٬٬

په کندهار کې دا دويم ځل دى چې ځانمرګى بريد کوونکي په پټکي کې چاودېدونکي توکي الوزوي.

څه موده وړاندې په کندهار کې د ولسمشر کرزي د ورور احمدولي کرزي د فاتحې په مراسمو کې هم ورته ځانمرګى بريد شوى وو چې ځانمرګي پکې چاودېدونکي توګه په خپل پټکي کې ځاى پر ځاى کړي وو .
XS
SM
MD
LG