د لاسرسي ځای




دي اټلانټک نومي نړيوال څېړنيز مرکز د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی، طالبانو او له امريکا سره د اړيکو په اړه د دې ادارې د پخواني مشر ليفټيننټ جنرل ريټايرډ اسد دراني مقاله خپره کړې چي نوموړي په بېلا بيلو پړاونو کي د آی اېس آی رول ته کتنه کړې ده.

دي اټلانټک نړيوال څېړنيز مرکز په وېب پاڼه کي د پاکستان داستخباراتي ادارې آي اېس آی پخوانی مشر ليفټيننټ جنرل ريټايرډ اسد دراني ليکي، پر افغانستان باندي د شوروي تر يرغل وروسته مي د پاکستان د ځانګړو ځواکونو له يو افسر سره ليده کاته وشوه چي اوس په آی اېس آی کي کار کوي.

هغه پټ په غوږ کي راته وويل چي دوی داسي پرېکړه کړېده چي د شوروي په ضد به د افغانانو د مزاحمتي غورځنګ ملاتړ کوي. نوموړی زياتوي چي له افغانستانه د روس تر وتلو سمدستي وروسته د پوځي استخباراتو د مشر په توګه ده ته دا دنده ورکړل شوه چي د افغانستان لپاره دې د پاکستان تګلارې ته د بيا کتني لپاره يوه ډله جوړه کړي.

نوموړی ليکي، د بهرنيو يرغلګرو پر ضد د افغانانو د مزاحمت دود په حقيقت کي په دغه لوبه کي کاميابي تر لاسه کړه. په دې لړ کي د امريکا مرسته دوه کاله وروسته راورسېده خو بيا هم ډېره مهمه ثابته شوه.

په دې برخه کي د آی اېس آی رول چي د سامان او مرستو د لېږد او د مزاحمت د نظم لپاره و، ډېر کار يې وکړی. د آی اېس آی او د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې تر منځ تماس او اړيکي تر هغه وخته ښه وو تر هغو چې شوروی په افغانستان کي و.

سي آی اې له خپل سيال پاکستان څخه چنداني پوښتنه نه کول چي دوی جهاديانو ته څومره او په څه ډول مرستي ورکوي خو د دې مطلب دا نه و چي دوی يو پر بل باور کوی.

ليکوال ليکي چي د پاکستان او امريکا تر منځ اختلافات هغه وخت څرګند شول کله چي شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل. د آی اېس آی پر ځينو چارواکو دا تور ولګېدی چي دوی د سخت دريځه جهاديانو ملاتړ کوي. د ۱۹۹۰ مي په لسيزه کي امريکا پخپله رويه کي بدلون راوستی او غوښتل يې چي د يو مشر ورور په حېث خپل برلاسيتوب تر لاسه کړي. بل لوري ته بيا امريکا په دې هم خوشاله نه وه چي پاکستان دي له ايران سره همکاري وکړي.


نوموړی پر مخ ليکي چي له آی اېس آی څخه ډېر ژر ځيني هغه چارواکي ګوښه کړل شول چي د افغانستان او کشمير له جهاديانو سره يې لاس درلودی. خو چي کله طالبان را منځ ته شول نو د آی اېس آی له نوو چارواکوسره هم يوه لاره وه چي د دوی ملاتړ وکړي.

په لومړي سر کې امريکا او سعودي عرب هم د ملا عمر ملاتړ څرګند کړی و خو د دې لپاره چې په افغانستان کي د طالبانو تر واک لاندي سيمو څخه د ګېس نلليکه (پايپ لاين) تېره کړي.

ليکوال ليکي چي د ۱۱م سپټمبر تر بريدونو وروسته طالبان د پاکستان پر هغه غوښتنه راضي شوه چي اوسامه بن لادن وسپاري خو امريکا يا پاکستان ته نه بلکې يو دريم هيواد ته خو بل لوري ته امريکا پر دې خبره راضي نشوه. د دې ورسته آی اېس آی ته په يو نوې هيله دا کار وسپارل شو چي د افغانستان او پاکستان پر پوله چي څوک هم د امريکايي ځواکونو د عملياتو مخنيوی کوي، د هغوی په ضد دي کاروايي وکړي.

ليکوال د مقالې په پای کي ليکي چي آی اېس آی له يو شمېر ستونځو سره مخامخ دی چي يو يې د دې ادارې د يو پوځي تنظيم بڼه او بل په پاکستاني سياست کي د پوځ مداخلت دی. خو دا هر څه په بنيادي توګه د پاکستان او افغانستان پر پوله د ترهګری په ضد د ادارې له رول سره اړه نلري.
XS
SM
MD
LG