د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې شورا کې د ښځو پر ګډون تنقیدونه


ژباړه :حسیبه شهید

واشنګتن پوست ورځپاڼه لیکي ، په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د سولې په عالي شورا کې د نهو ښځو ګډون د پخواني ايتلاف تر مخالفت لاندې راغلی ، دوی وایی له هغه کسانو سره چې تل یی د ښځو حقونه ترپښو لاندې کوي خبری کول هسی بې ځاېه هڅی دي .


هغه نهه ښځې چې تیر کال له طالبانو سره خبرو اترو لپاره وګمارل شوې د افغانستان ددغه سخت رژیم سره مقابلې او جوړجاړې ته چمتو وې خو دې انتقاد ته نه وې چمتو چې نورې افغان میرمنې دوې خپل استازي نه ګڼي.

واشنګتن پوست ورځپاڼه لیکي ، افغان حکومت د امریکا او نورو بهرنیو قدرتونو سره په ګډه د افغانستان د جګړې پرپاې ته رسولو پام راوګرځاوه.او د روغې جوړې بهیر یې پیل کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي د نهه ښځو او ۶۰ سړیانو په ګډون د سولې عالي شورا جوړه کړه خو له دې کار سره د افغانو بې وزلو ښځو د حقونو د غورځنګ او شورا ترمنځ یو درز پیدا شو.
واشنګتن پوست ورځپاڼه لیکي د بحث مرکزي ټکې دادې چې له بدنامه او بې رحمه ډلې سره په خبرو کې د تیرو لسو کلنو لاسته راوړنې څه ډول خوندي وي.

واشنګتن پوست لیکي ، د طالبانو د واکمنې د راپرځیدو وروسته ، د انجونو سکولونه پرانیستل شول ، ښځو په عامه دفترونو کې کارپیل کړ، او برقه هم ختمه شوه.

خو داسې تمه کیږي چې طالبان به په هغه میز خبرو اترو ته کښیني چیرې چې ښځې د ګوتو په شمیر ګډون لري او دا خپله راتلونکې ته ډيره ویره خوروي.

د شورا ډیری ښځینه ګډونوالې لکه ناجیه زیوري اوس ځانته یو دفاعي حالت غوره کړې دې.

ولسمشر حامد کرزې وایی هیڅلکه به دسولی او روغې جوړې په دې بهیر کې د ښځو حقونو ترپښو لاندې نه شي او دویبه بیا نه قرباني کیږي.

د شورا غړې زیوري وایی ، دوې غواړي پوه شي چې طالبان به د دوې حقونو ته درناوې کوي، او دا پرمختګ به دوام مومي؟ او دوې دغه راز داهم غواړي چې افغان میرمنې باید پوهې شي چې دغه ښځې د دوې غږ جوړیداې شي.
واشنګتن پوست ورځپاڼه وايې ، خو افغان میرمنې قانع نه دي.

په دې شورا کې د جهادي ډلو ترڅنګ هغه کسان چې د طالبانو د واکمنې نه پوره خبر دي او یو څه پخواني طالبانو غړي او دسکولونو ښونکې او سیاستوالې او فعالې میرمنې پکې برخه لري ولسمشر حامد کرزي هیله څرګنده کړې چې دوې به په یوایتلافي حکومت کې د ګډون لپاره د طالبانو د روغې جوړې په برخه کې مرسته وشي کولاې.

ورځپانه لیکي، لویدیځو چارواکوې ویلي ، چې په دغه شورا کې د ښځو کم شتون د ټولو افغانانو د حقونو په برخه کې اندیښنې زېږولي دي.خو کله چې د لمړي ځل لپاره دغه شوار غونډه کوله نو دغه نهه ښځې یی یوې ډه ډې ته کړې وې.

زیوري وایی سړیان یوازی سلا علیک کوي او بیا نور دوی ته ارزښت نه ورکوي دا زیاتوي چې ښځې اصلا غږ نه لري.له طالبانو سره لا خبری اترې په رسمي ډول نه دي پیلې شوي او طالبانو هم دا خبره رد کړې ده.

په دې شورا کې د ګډونوالو ښځو ملاتړي وایی ، دغه نهه ښځې په دې شورا کې هسې تش د نوم لپاره ګډون لري.

د پارلمان غړې فوزیه کوفي وایي، دغه نهه ښځې د افغانستان د ښځو استازیتوب نه کوي .

یو شمیر سیاستوالې میرمنې او فوزیه کوفي هم له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کوي خو وایی چې وار له مخه دې ځینې شرایط برابروي.

واشنګتن پوست ورځپاڼه لیکي ، چې ولسمشر حامد کرزې وایی هیڅلکه به دسولی او روغې جوړې په دې بهیر کې د ښځو حقونو ترپښو لاندې نه شي او دویبه بیا نه قرباني کیږي.

خو واشنګتن پوست ورځپاڼه وایی،د افغانستان د فعاله میرمنو د استازو له خولې وایی چې دا خبره په دې شوراکې د ښځود کم رنګه ګډون او شرایطو له مخې عملي نه ښکاري.
XS
SM
MD
LG