د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې لا هم په لکونه سیلا ب ځپلي کور نلري.آکسفام





مرستندویه ادارو خبر دارې ورکړی، چې پاکستان په دې کې پاتې راغلۍ، چې د تیر کال د سیلابونو په شان سږ کال هم د ممکنه نورو سیلابونو د مخ نیوي لپاره کار وکړي .

تیر کال په دغه هیواد تر ټولو خونړي سیلابونه راغلي وو، چې ا ولس سوه پنځوس کسان یې وژلي وو او څه نا څه دوه کروړه اولس لکه خلک یې متاثره کړي وو.

په پاکستان کې کارکونکې یوه نړیواله اداره آکسفام واېي، په سیند صوبه کې اوس هم اووه دیرش زره خلک په کیمپونو کې ژوند کوي او په ټول ملک کې تر اتو لکو پورې کورنۍ د یو مناسب کور بغیر ژوند کوي .

د تیر کال سیلابونه چې د جولای په میاشت کې راغلي وو، د نړۍ یو شمیر ملکونو لخوا د سیلاب زپلو سره مالي مرستې شوې وې، چې په دغه کې د پاکستان د حکومت په کردار یو شمیر نیوکې هم کیږي.
XS
SM
MD
LG