د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه په صومالییه کې خواړه ویشي



د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام واېي، دوي به نن په صومالیه کې د هوا نه په خلکو خوراک تقسیموي. د یوې اندازې تر مخه په صومالیه کې اوه دیرش لکه خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي.

په تیرو ۶۰ کالونو کې د شرقي افریقې په لکونو خلک په جیبوتي، ایتوپیا، کینیا او یو ګېنډا کې د خوراک قحط لري.

د تیر ګل په ورځ په روم کې د مرستندویه ادارو په یوه غونډه کې د خوراک نړیوالې ادارې دا اعلان وکړ ، چې د نن نه به د صوماله په مرکز موغدیشو او ددې سره سره په ایتوپیا او کینیا کې په خلکو خوراک تقسیموي.

په صومالیه کې اسلامي یاغیانو چې د دغه هیواد په یو شمیر برخو کنټرول لري، د خوراک د نړیوالې ادارې په کار یې بندیز لګولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG