د لاسرسي ځای


شاه سقیم کندهار

په کندهار کې د دولت له مخالفو وسله والو طالبانو سره د خبرو کولو او د هغوۍ سولې ته د هڅولو په موخه د سولې ولايتي شورا جوړه شوې ده چې نن يې رسمآ پرانيستنه شوې .

د کندهار د سولې ولايتي شورا چې اوو دېرش تنه غړي لري نن جوړه شوه او ټآکل شوې ده چې دغه شورا به د دولت او د دولت د وسله والو مخالفينو تر مېنځ روغې جوړې او خبرو اترو ته لاره هواروي.

د کندهار دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سولې د ولايتي شورا تر جوړېدو وړاندې هم دوى ډېرې لاسته راوړنې لري او څو ډلې طالبان يې له دولت سره يو ځاى کړي دي.

د سولې د دار الانشال مسول محمد عمر ساتې مشال راډيو ته وويل چې د لومړي ځل د پاره په کندهار کې ځيني طالب وسله وال او د هغوۍ مشران له دولت سره يو ځاى شوي دي او بيا د يو ځاى کېدو دغه لړۍ د افغانستان نورو ولايتونو ته هم وغزېده.

دده په خبره د جوړې شوې شورا غړي به له دې وروستو د دولت وسله والو مخاليفينو ته له دولت سره د خبرو اترو او د هغوۍ راتګ ته لارې هواروي.

(( په کندهار ولايت کې به دغه کمېټه دايمي کار او فعاليت کوي او زمونږ له هغو ورڼو سره چې اوس له مونږ سره جنګېږي دوى ته به د روغې جوړې زمينه برابروي او دغه شورا به د يو ځاى کېدو دغه پروسه پر مخ بيايي چې له مخالفينو سره به خبرو اترو او د هغوى راتګ ته لاره هواروي. ))

ساتې وايي چې په کندهار کې د سولې د ولايتي شورا تر جوړېو وړاندې له ډېرى قومي مخورو ، ملا امامانو او روڼ اندو سره غونډې شوې دي او وروسته د سولې د ولايتي شورا غړي ټاکل شوي دى. دى وايي چې له دولت سره يو ځاى شويو مخالفينو ته به تر يو ځاى کېدو وروسته د دوى ساتنه کېږي او د روزګار غم به يې هم خوړل کېږي.

(( کله چې مخالفين راغلل بيا به نو د سولې دار الانشا دوى ته د کار زمينه برابروي ، روزي به يې او دوى به بيا په سوله کې ژوند کوي ))


د دولت د مخالفو طالبانو له لوري د کندز ولايت پخوانى والي مولوي نور العزيز چې دا مهال له دولت سره يو ځاى شوى او اوس د کندهار د حج او اوقافو رييس ټاکل شوى مشال راډيو ته وويل په کندهار کې د سولې د ولايتي شورا تر جوړېدو وروسته به د سولې راتلو او د دولت د مخالفو کسانو له دولت سره يو ځاى کېدو ته ډېره لاره هواره شي.

(( په حقيقت کې دغه مجلس او دغه شورا چې جوړه شوه زه ډاډه يم دا به د خلکو د پاره چې دا مهال له دولت څخه د يو ځاى کېدو په لاره کې ډېري کاميابۍ ولري ))

مولوي نور العزيز چې د طالبانو له لوري د کندز ولايت د والي په توګه ټاکل شوى وو څه موده وړاندې په کندهار کې له خپلو لسګونو ملګرو سره له دولت سره يو ځاى شوى وو .

د يادونې وړ ده چې يو کال وړاندې له ټول افغانستان څخه د شپاړسو سوو په شاو خوا کې قومي او سياسي مشرانو په کابل کې د سولې د عالي شورا اويا کسيزه ډله جوړه کړه چې دغې ډلې بيا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سولې ولايتي شورا ګانې جوړې کړې چې له دولت سره د دولت د مخالفو وسله والو يو ځاى کېدو ته لاره هواره کړي.
XS
SM
MD
LG