د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما:امریکا له سخت بحران سره مخامخېدای شي


ولسمشر بارک اوباما پر امریکايي پارلماني غړو په ډاګه ږغ کړی چې د بجټ پر تړون دې یو جوړ جاړي ته ورسېږي چې دده په خبره امریکا د پورونو له یوه بې شانه دیوالییه کېدو څخه وژغورل شي.

د ګل په ماځیګر له سپینې ماڼۍ څخه په یو ټیلیوژني وینا کې اوباما خبرداری ورکړ چې امریکا له ممکنه دیوالییه کېدو څخه تش یوه لرې ده چې دا به یې د هیواد اقتصادي ښېګړه او په نړۍ کې د امریکا دریځ او اعتبار ته زیان ورسوي.

اوباما پر ریپلیکن ګوند تور پورې کړ چې هغوی له جوړجاړي انکار کوي او یوازې د خرڅو کمولو د پروګرام ملاتړ کوي خو پر شتمنو امریکایانو د ټېکس زیاتولو ملاتړ نه کوي.

د ولسمشر اوباما د څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د ولسي استازیو یا ایوانې زېرین د ریپبلیکنو پارلماني مشر جون بوینر په خپله ټیلوژني وینا کې وویل چې امریکا باید د خپلو پورونو په مجبوریتونو کنګاله نشي،او زیاته یې کړه چې ریپبلیکن په دې باور نه دي چې امریکايي ولس به په ځرګنده د خرچوکمولو او اصلاحاتو پرته د پورونو زیاتول ومني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG