د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لسګونه زره نارویژنو برایه شپه دقربانیانو ویر ولمانځه


په ناروې کې د جمعې ورځې د پېښې د قربانیانو چې څه باندې ۷۰ تنه پکې ووژل شو په ویر کې بیګا ټوله شپه ددغه هیواد په سر په سرښار وسلو کې په لسګونه زره کسانو برخه واخیسته.

ددغه پېښې ککړ کس اندرې بېرینګ برېویک په اروپا کې د اسلام ضد کمپین راپارلو په موخه لومړی بمي چاودنه او بیا د توپک په ډزو وژنې ترسره کړې.رپوټونه وايي بیګا شپه په سرښار اوسلو کې تر یو لک زیاتو کسانو برخه واخیسته او په خپلو لاسونو کې یې سره او سپین ګلونه او ډیوې نیولې وې.د ملک په نورو وړو او غټو ښارګټو کې هم خلکو لاریونونه کړي دي.

پولیسو ددغه پېښې مجرم اندرې بېرینګ برېویک یې د اتو هفتو لپاره په حراست کې اخسیتی چې له هغه څخه نور پوښتنې ګروږنې وشي.او له هغې وروسته یې پلټنې هم پیل کړې چې مجرم اندرې بيرنګ بريويک منلې چې له هغه سره د نورو ډلو ملاتړ هم شته.خو رپورټونه د چارواکو له خولې وايي دوی اوس هم په دې عقيده دي چې اندرې بيرنګ دا هر څه په يواځې سر کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG