د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې وړیا تعلیمي مرکز پرانیستل شو



د خوست یو شمېرپارلماني غړو په خپل مالي لګښت په خوست ښار کې یو ښوونیز مرکز پرانیستی چې پکې بې وزله زده كوونكي وړيا زده كړې كوي.

د یاد مرکز یو چلوونکی نورمحمدثاقب وایي پدې مرکزکې هره ورځ سلګونه زده کوونکي د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې کوي او د چلولو ټول لګښت یې د خوست یو شمېر وکیلان ورکوي.

د ښوونېزو چاروکاپوهان وايي چې د دا ډول مرکزونو جوړول تریو ځایه هغه تشې ډکولی شي چې زده کوونکي او محصلین ورسره په ښوونځیو او پوهنتنونونو مخامخ دي .

نوموړى زياتوي، زموږسره په دې مرکزکې د کمپیوټرپه برخه کې ۳۰۰ زده کوونکي او د انګلیسي ژبې په برخه کې ۴۰۰ زده کوونکي دي.
۱۳ استادان لروچې د سهارله ۶ بجوڅخه د ماښام تر۶ بجوپورې دوام کوي ، په راتلوونکي کې پلان لرو چې د حقوقواو منجمنټ په برخه کې هم ټولګي یا کلاسونه ولرو٬٬

په یاد مرکز کې ډیری زده کوونکی وايي چې که د وړیا زده کړو مرکز یې نه وی موندلۍ نو دوۍ ته ګرانه وه چې په ښار کې یې د پیسو په بدل کې کمپیوټر او انګلیسي ژبه زده کړې وای .

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون ریس ډاکټر ګل حسن ولیزی وایي چې د هیواد اوسنیو شرايطو ته په کتو دا کار د ستایلو دی، ده پر نورو شتمنو هم غږ وکړ چې له پوهنیز بهیر سره مرستې وکړيدخوست د وکیلانو دا کارد ستایلو دی ځکه چې بېوزلي زده کوونکي نشي کولای چې په شخصي کورسونوکې زده کړې وکړي او دا ډول ښوونیزمرکزونه جوړیدل به د تعلیم او پوهې د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. زه پرهغو شتمنو او سوداګرو غږکوم ،چې د غریبو خلکو لپاره دې د دا ډول کورسونوپه جوړولو کې مرسته وکړي٬٬

د ښوونېزو چاروکاپوهان وايي چې د دا ډول مرکزونو جوړول تریو ځایه هغه تشې ډکولی شي چې زده کوونکي او محصلین ورسره په ښوونځیو او پوهنتنونونو مخامخ دي .



په دې اړه دخوست پوهنتون استاد حضرت محمد بهار وايي، په اوس وخت کې د کمپیوټراو انګلیسي ژبې د زده کړې ډېر ضروت دی ، خو غریبان نشي کولای چې په شخصي کورسونوکې زده کړي وکړي نودا ډول مرکزونه جوړول به لوی خدمت وي٬٬

د هیواد په کچه د ښوونيز بهیر کمزورتیا او وروسته پاتې والى هغه ستونزه ده چې په لنډ مهال کې یې هواری شونی نه بريښي خو ډیری کتونکي پدې اند دي چې تر ډېره ځایه د نورو له احتیاجۍ نه د افغانانو خلاصون د وړ کدرونو په لرلو پورې تړلۍ دی او دې برخه كې د حكومت پوره پاملرنې ته اړتيا ده.
XS
SM
MD
LG