د لاسرسي ځای

هند او پاکستان په امريکايي ملاتړ پسې دي


اېسوشیېټډ پریس خبري اژانس د کشمیر د مسلې په هواري کې د امریکا د کردار په اړه یو رپوټ خپور کړی. د کشمیر مسله د هند او پاکستان تر منځ په اړیکو کې د خرابۍ او آن تر دې چې د دواړو ملکونو ترمنځ د جګړې او سختو ترنګلو حالاتو سبب پاته شوې ده.


خبري اژانس ، اېسو شیېټډ پریس لیکي ، د امریکا په کانګریس کې د رپبلکن ګوند غړي ډان برټن د تېر کال په سپټمبر کې پر سپینه ماڼۍ نیوکې وکړې چې دوی د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پر تشدد او نارامۍ سترګې پټوي.

خبري اژانس د ډان برټن له خولې لیکي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۰۸م کال کې د ولسمشرۍ لپاره د خپل کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په ایټمي وسلو سمبال ګاونډیو ملکونو یانې هند او پاکستان ترمنځ به د کشمیر مسلې پر سر کړکېچ له منځه وړي.

ډاڼ برټن زیاتوي چې د ولسمشر باراک اوباما هغه ژمنه تر اوسه پر ځای پاتې ده او دواړه ملکونه لا هم د کشمیر لانجمنه سیمه د خپل ځان ګڼي.

خبري اژانس لیکي ، د کشمیر د مسلې د راتلونکي په اړه هغه وخت هم څه ولس ته وړاندې نه شو چې کله په تېره اونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنټن هند په په سفر تللی وه.

رپوټ زیاتوي ، مېرمن هلري کلنټن لا د هند په پلازمېنه نوي ډلي کې وه چې د امریکا د انصاف وزارت د کشمیري امریکن کونسل د مشر سید غلام نبي فايي په دې تورن کړ چې نوموړي دا هڅې کړي دي چې د کشمیر د مسلې لپاره امریکايي چارواکي د ځان ملګري کړي. او پر هغه دا تور دی چې د داسې کولو امر ورته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی له خوا ورکړل شوی وو.

خبري اژانس لیکي د سړې جګړې پر وخت نه پاکستان او نه هم هند د امریکا ملګری وو. خو هند په جنوبی اشیا کې د یوه داسې هیواد په توګه رامخې ته شو چې د امریکا په شان ګټې ، جمهوریت او ازاد بازار لري او په سیمه کې په چټکۍ له وده کوونکي چین سره د توازن جوګه کیږي.

خبري اژانس زیاتوي ، د امریکا د انصاف د وزارت له خوا د سېشنبې په ورځ د سید غلام نبي فايي په ډاګه کېدونکې مقدمه به د امریکا له خوا پر پاکستان هغه بې باوري لا پسې زیاته کړي کومه چې کومه چې د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته رامنځ ته شوې وه. امریکايي چارواکي ګمان کوي چې د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره آی ایس آی کې ځینې عناصر په دې خبر وو چې د القاعده شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن شاوخوا شپږ کاله د دې ملک په یوه داسې ښار کې ژوند کاوو چې د پوځي چاوڼۍ بڼه لري.

خبري اژانس د امریکا د مرکزي تحقیقاتي ادارې ، ایف بي آی د چارواکو له خولې لیکي ، د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې اوسېدونکي د کشمیري امریکن کونسل مشر سید غلام نبي فايي د بهرني حکومت یو ناثبت شوی استازی وو او د آی ایس آی د یوه لوړپوړي چارواکي په لارښونه هلي ځلې کولې چې د کشمیر پر مسله امریکايي چارواکي د ځان ملګري کړي. او هغه به د دې کمپاین لپاره هر کال د پاکستان له حکومت څخه اووه لکه ډالر هم ترلاسه کول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبره پاڼه کې وویل چې دوی د سید غلام نبي فايي پر نیولو احتجاج کوي او د کشمیر د مسلې لپاره د هغه هلي ځلي ستايي.
XS
SM
MD
LG