د لاسرسي ځای

دهند او پاکستان دامن خبرې پر ۲۷ جولايي پېلېږي



بوریوال کاکړ پراګ

د هند او پاکستان ترمنځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د امن لپاره خبرې اترې د جولايي پر ۲۷مه په نوي ډلي کې تر سره کیږي. دا به په تېر یوه کال کې د دواړو ملکونو ترمنځ د بهرنیو چارو د وزیرانو لومړۍ غونډه وي.

خبري اژانس اې اېف پي لیکي ، هند له پاکستانه سره د امن لپاره د روانو خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته ودروله ، کله چې په ۲۰۰۸م کال کې د دې هیواد د ممبۍ په ښار کې د ترهګرۍ پېښې رامنځ ته شوې او تور یې پر پاکستانۍ اورپکې ډلې لښکر ې طیبه ولګېدۍ.


حنا رباني کر د پاکستان د بهرنو چارو وزیره

هند له هغه وروسته پر پاکستان زور اچوي چې د لښکرې طیبه پر ضد دي ګامونه پورته کړي ، چې د دوي په فکر په ممبۍ کې د ترهګرو بریدونو په ترڅ کې د ځینو بهرنیو په ګډون ټول ۱۶۶ تنه ووژل. خو د شننکو په نظر ، پاکستان د لښکر طیبه پر ضد څه کولو ته زړه نا زړه دی.

د هند او پاکستان تر منځ د امن لپاره د خبرو اترو امکان په ۲۰۱۰م کال کې هغه وخت بیا ژوندی شو چې د دواړو ملکونو د چارواکو په طبعیت کې نرمي راله او یوه بل په دې تورن کړ چې د خبرو اترو لپاره جدي نه دي.

د پاکستان استاریتوب د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کر کوي چې په عمر له خپل هندي سیال ایس ایم کرشنا شاوخوا پنځه څلوېښت کاله کشره ده.

د دې ملکونو تر منځ د امن د خبرو اترو ژوندۍ شوې هیلي هغه وخت یو ځل بیا له خطر سره مخامخ شوې چې کله د روانې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د ممبۍ په ښار کې چاودنو ۲۰ تنه ووژل. خو دغه خطر هغه وخت بیرته لرې شو چې د هندي چارواکو له خوا د ممبۍ د پېښو په شان دا ځل غبرګون ونه ښودل شو او بل یې په هند کې دننه پر یوې اورپکې ډلې شک څرګند کړ.

خبري اژانس لیکي چې ، شنونکي له یوه کاله وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د امن لپاره د لوړې کچې له دې خبرو اترو څخه ډېره تمه نه لري.

اژانس په پاکستان کې د سیاسي چارو د یوه کارپوه اې ایچ نیار له خولې لیکي چې دواړه ملکونو ته به کار ده چې د امن د خبرو اترو لپاره جدي شي او د هغه په خبره اوس مهال خو له د ې خبرو اترو څه کومه خاصه تمه نه شي کېدای ، هغه ځکه چې دواړه ملکونه یوازې سمبولیک ګامونه پورته کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ به د امن دا خبرې اترې د امریکا له خوا هم له نژدې څارل کیږي هغه ځکه چې امریکا د دې خبرو اترو دوام غواړي. او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن تېره اونۍ هند ته د سفر پر مهال ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د امن خبر اترو امریکا ډاډمنه کړېده. د هغې په خبره د هند او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په جنوبي اشیا کې د ترهګرۍ په شان ستونزو لپاره ډېرې مهمي دي.
اېس ایم کریشنا د هند د بهرنو چار وزیر


خبري اژانس لیکي ، په دې خبرو اترو کې به د پاکستان استاریتوب د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه تاکل شوې حنا ربانی کر کوي چې نه یوازې په اسلامي هیوادونو کې د بهرنیو چارو لومړۍ ښځه وزیره ده بلکه په عمر کې هم د هند د بهرینو چارو تر وزیر ایس ایم کرشنا شاوخوا پنځه څلوېښت کاله کشره ده. یانې ایس ایم کرشنا ۷۹ اویا کلن دی او د حنا رباني کر عمر یوازې ۳۴ کاله دی.

په دې خبرو اترو کې د عمر د اغېزې په اړه خبري اژانس په پاکستانې کې د سیاسي چارو د یوه کار پوه شفقت محمود له خولې لیکي چې د دې به هیڅ فرق نه وي چې یو مشر او بله کشره ده خو دواړه د پوره ملک د بهرنیو چارو وزیران دي.

د شفقت محمود په خبره ، حنا رباني کر که څه هم په عمر تر ایس ایم کرشنا کشره ده خو د دې وړتیا لري چې ټولې معاملې پر مخ یوسي.
XS
SM
MD
LG