د لاسرسي ځای

تازه خبر

کتاب لوستنه د قامونو د پرمختګ او ترقۍ ضامن دی


پوهان وايي کتاب د نسلونو ترمنځ د رابطي سبب جوړيږي او دارنګ د انسان د عقل دايره پراخوي خو داچي د انټرنيټ او نورو ټولنيزو ويب پانړو له وجي د کتاب په اهميت څه اغيز شوي

د کوهاټ پوهنتون يو استاد زاهد احساس وايي انټرنېت نه یوازې خلک له کتاب لوستلو اېستلو بلکه پر انټرنېت چې کومې لیکنې راځي دا تر یو خاص فکر لاندې خپرېږي چې په دې سره هم د لوستونکو په ذهنونو کې هررنګي ختمېږي.


بلخوا د برېتانیيا په نارويچ سکول اف بزنس پوهنتون کي زدکونکې صفيه بانو وايي د انټرنيټ راتلو سره د کتاب لوستنه نه ده کمه شوي ځکه د نوموړي په خبره په برېتانيیا کې انټرنيټ تر ټولو زيات کارول کيږي خو د دي باوجود د پاکستان په نسبت په برېتانيیا کي د کتاب لوستنه زياته ده.


په پېښور کې د سیاسي چارو کارپوه خادم حسين وايي تر هغي يونسل پرمختګ او ترقي نشي کولای چې تر څو یې له خپل تاريخ او راروانو حالاتو نه خبر نه وي او دا هله ممکن دي چي د کتاب لوستني عمل جاري وي.
XS
SM
MD
LG