د لاسرسي ځای

د پاکستان لویه مسله ددغه هیواد زیات وګړي دي




ژباړه اسرار عالم مهمند

ورځپاڼه ډان کي ليکوال ارد شير کاوس جي په خپله يوه مقاله کي ليکي چي په پاکستان کي نن سبا تر ټولو لويه مسله د زياتي ابادۍ ده.

ليکوال وايي چي په کال ۱۹۴۷ کي د پاکستان ابادي څه باندي دري کروړه وه خو په تير څلور شپيته کاله کي د پاکستان ابادي څه باندي اتلس کروړه ته رسيدلي همداراز کيدي شي د ۲۰۳۰ پوري به د دغه هيواد ابادي څه باندي ۲۶ کروړه ته ورسيږي .

بلخوا ليکوال وايي په ۱۹۴۷ کال کي د جرمني ابادي شاوخوا پنځه کروړه یعني هغه وخت د پاکستان نه زياته وه خو ا وس د جرمني ابادي شپږ کروړه ده او د پاکستان د ابادۍ نه شا و خوا ۱۲ کروړه کمه ده.

ليکوال کاوس جي خپله مقاله کي ليکي چي د پاکستان زياتي ابادۍ د دغه هيواد په کمزوري اقتصاد ډير بد اغيز کړي .
همداراز په دغه هيواد کي خلک د خوراک ،کورونو نشتوالي ، او صفايي تر څنګ د نور يوشمير مسلو سره مخامخ دي.
ليکوال کاوس جي وړاندي ليکي چي په کال ۱۹۷۰ م کې د مغربي پاکستان يانې د موجوده پاکستان ابادي د مشرقي پاکستان نه کمه وه نو دارنګ د مشرقي پاکستان سره تعلق لرونکي سياسي ګوند عوامي ليګ زيات ووټونه واخیستل او همدارانګ ليکوال وايي که هغه وخت د پاکستان دومره ابادي واي لکه څومره چي اوس ده نو کېدای شي چي پاکستان نه وای تقسيم شوی .

ليکوال کاوس جي د يوي سروي په حوله وايي که څه هم په پاکستان کي د مرګ شرح په کميدو ده خو د ګاونډيو هيوادونه په پرتله د دې رفتار ډير کم دی.

همداراز ليکوال وايي په پاکستان کي د درملني مرکزونه يو شمير سهوليات نه لري.په زياتره سيمو کي او په خاصه توګه په کليوالوسيمو کي د خانداني منصوبه بندۍ مرکزونه يا خو شته نه او يا هم له مسلو سره مخامخ دي.

همداراز د کليوالو سيمو ميرمني د دې سهولتونو تر لاسه کولو لپاره تقریبا له ۵۰ نه تر ۱۰۰ کلوميټره پوري مزل وهي .
د دې تر څنګ په پاکستان کي د ميرمنو د تعليم شرح هم کمه ده چي له وجې يي د خانداني منصوبه بندۍ په لاره کي خنډونه رامنځ ته کيږي.

ليکوال زياتوي چي د پاکستان زياتېدونکې ابادۍ له وجي په دغه هيواد کي د بجلۍ ، ابو او ګيس د نشتوالي ستونزي دي.

همداراز بي روزګاري، ټريفیک مسله ،سياسي بي ثباتي، هدفي وژني ، سخت دريځي ، ترهه ګري ، تعليم او د انصاف مسلې هم په دغه هيواد کي د زياتي ابادۍ له وجي دي.
XS
SM
MD
LG