د لاسرسي ځای

د امریکايي ولس د ټېکس پيسې د طالبانو لاس ته لوېږي.


په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې کارېن ډي ینګ په خپله رپوت کې لیکي چې په افغانستان کې د یوه کال په موده کې امریکايي پوځي پلټنې دې نتیجې ته رسېدلې چې د افغان کاروباریانو د ودې لپاره چې امریکا څه باندې ۲ بیلیون ډالر په دغه هیواد کې د سامان آلاتو رسولو ټیکو لپاره ورکړې دې .د رپوټ په خبره یوه برخه یې یو بله لار طالبانو ته رسېږي.

د امریکايي پوځ پلټنې ښيي د دغه پېسو یوه برخه چې اوه اعشاریه څلور میلیون ډالر جوړېږي په افغانستان کې له اتو کمپنیو څخه یوې ته ورکړل شوې او هغوی بیا ځان ته وړوکی تېکېدار نیولی او هغه وړوکي ټېکېدار بیا بل ټېکېدار ته ټېکه ورکړې چې د سامانو رسولو لپاره ټرکونه په کرایه ونیسي .

د یاغیتوب ځپلو د تګلارې له مخې د اوبامه ادارې اولنی لومړیتوب دا دی چې افغان دې پر کار ولګول شي.چې دوی ورته د افغانانو د استعداد،کاروبار او بنسټیز جوړشټ وړتیا زیاتولو تګلاره وي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې کارېن ډي ینګ د پوځي پلټنو له مخې لیکي د ټرکونو ټېکېدار د پيسو یوه برخه د افغان ملي پولیس دکمندان بېنکي کهاته کې جمع کړې چې په بدل کې د ټرکونو کاروان په امنیت سره له یوې سیمې بل ته تېر شي،چې د رپوټ په خبره د هغه په کهاته کې لا وارد مخه نورو ټېکېدارانوهم د امنیت ساتلو لپاره پيسې اچولې دي.

امریکايي استخباراتي چارواکو د همدغه پيسو یوه برخه چې درې اعشاریه درې میلیون ډالر جوړېږي څارلې ، وايي د کمندان له کهاتې ۲۷ ځله پیسې راوتلې او د وسلو ،چونکو توکیو او نغدو په صورت کې یاغیانو ته ورکړل شوې.

د امريکا یو لوړپوړی چارواکی وايي ،دوی د ټرانپسورټ دغه ټیکې چې په سپتمبر میاشت به یې موده پای ته رسي ،د سر دوارې کتنه کوي او په څو اونیو کې دننه به یې اعلان کړي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې کارېن ډي ینګ د امريکايي چارواکو د رپوټ له مخې لیکي اوسنیو پلټنو ته په کتو سره چې دا مهال یوازې اته کمپنیو ته د ټرانسپورټ ټېکې ورکړل شوې ،اوس به یې شمېر ۳۰ کمپنیو ته لوړېږي او د ټرکونو امنیتي نظام کې به هم بدلون راوستل کېږي.او کومو ټېکېدارانو ته چې ټېکې ورکول کېږي له هغوی څخه به هم پوره مالومات اخیستل کېږي.


کارېن ډي ینګ د نوم نه ښودلو په شرط د یوه امریکايي چارواکي له خولې چې ددغه بهیر پر څارنه دی لیکي په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته چې ۷۰ فیصده خواړه،وسلې او نور تعمیراتي توکي د بېلا بېلو کمپنیو له خوا ورسېږي د دوی د ښه والي او حساب کتاب لپاره معتدله ګامونه اخیستل شوي .دده په خبره چې د ټرانسپورټ ټیکو کې اوس هم ګدوډي شته خو دی وايي چې ښه والی په کې روان دی.

له ځايي سوداګرو سره ستونزه

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې کارېن ډي ینګ د د پوځي پلټنو له مخې ليکي په افغانستان کې د عراق غوندې امريکايي کمپنیو ته ټیکې نه دي ورکړل شوې بلکه په دغه هیواد کې د امنیت ساتنې ، بیا رغونې ،او روزنې لپاره ځايي خلک اخیستل شوي.په دې لړ کې د امریکا مرکزي کمانده د د سږ ني مالي کال د لومړیو درو میاشتو په رپوټ کې لیکي چې په افغانستان کې ۵۳ فیصده چې څه باندې ۸۷ زره پروسنال پر نوکریو اخیستل شوي دا ددغه هیواد ځايي وګړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د یاغیتوب ځپلو د تګلارې له مخې د اوبامه ادارې اولنی لومړیتوب دا دی چې افغان دې پر کار ولګول شي.چې دوی ورته د افغانانو د استعداد،کاروبار او بنسټیز جوړشټ وړتیا زیاتولو تګلاره وي.بله دا چې د افغانانو په کارګمالو سره لګښتونه هم کم پرېوځي.

خو د پوځي پلټنو له مخې په دې سره تاوان دا رامنځ ته کېږي چې د افغانستان په خېرناکو سړکونو د کاروانو تېرېریدو سره د غلا غدیو ،درغلیو،اویا هم د پیسې د میرڅمنو ډلو لاس ته د لوېدو خطر هم تړلی دی چېد امریکايي ځواکونو پر ضد جنګېږي.
XS
SM
MD
LG