د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې تاو تریخوالی روان دی


د پاکستان د سېند په کراچۍ کې د تاو تریخوالي او هدفي وژنو سلسله روانه ده.

د تېرې یوې شپې او ورځ پر مهال په ښار کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. له سیمې د مشال راډیو خبریال ته پولیسو ویلي بېګا د شپې وسله والو د کریم اباد په سیمه کې پر یوه هوټل ډزې کړې دي او هلته یې درې کسان وژلي دي. د دې تر څنګ د ښار په ګلشن اقبال، سرجاني ټاون، بلدیه، او بکرا بېړۍ کې د تاو تریخوالي پېښې شوې دي. هلته د سېند د اطلاعاتو وزیر شرجیل مېمن په ښار کې پر موټر سایکل د دوو کسانو پر سپرېدو بندیز لګولی دی. شرجیل مېمن وايي د ملیر او لانډي سیمو ته یې نور امنیتي سرتېري استولي دي. څلور ورځې مخکې په ملیر کې تر نښتې وروسته په کراچۍ کې د هدفي وژنو لړۍ بیا پیله شوه چې تر اوسه په کې ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG