د لاسرسي ځای

په بحرین کې له پوځه پلټنې کېږي


په بحرین کې جوړ شوي یوه کمېسیون ویلي د ناکرارۍ پر مهال د امنیتي سرتېرو رول او د خلکو د ځورونې د تورونو پلټنې به کوي.

د دې کمېسیون کار په دې هېواد کې د اوږدو مظاهرو په اړه پلټنې کول دي. د یوې خبري غونډې پر مهال، د دې کمېسیون مشر شریف بیسیوني ویلي د ده ډله به له ۳۰ پولیس افسرانو روانې پلټنې ګوري. د کورنیو چارو وزارت له دې افسرانو پوښتنې ځکه کوي چې د تور تر مخې، دوی له ضابطو او پروسیجرونو سرغړونه کړې وه. بیسیوني ویلي له پوځه به هم تحقیقات کېږي. ده وویل یوه ډله د مظاهرو پر مهال د وژل شویو ۳۳ کسانو او د ژوبلو شویو ۴۰۰ کسانو د معاملو پلټنې هم کوي. ده زیاته کړه، کمېسیون به د نیول شويو کسانو، چې په کې ځېنې روغتیایي کار کوونکي هم ول، د ځورونې یا شکنجه کونې دعوو ته هم ګوري.
XS
SM
MD
LG