د لاسرسي ځای

شاوېز د ۲۰۱۲ز کال په انتخاباتو کې برخه اخلي


د وینېزوېلا ولسمشر هوګو شاوېز، پر خپلې جراحۍ سر بېره، په را روان میلادي کال کې بیا په انتخاباتو کې برخه اخلي.

شاوېز یوې دولتي ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي ((ده هیڅکله، ان د یوې لحظې لپاره دا فکر نه دی کړی چې له ولسمشریزې څوکۍ به ریټار شي یا به تقاعد واخلي.)) ۵۶ کالن شاوېز تېره میاشت کیوبا ته د سرطان د یوه عملیات لپاره تللی وو. اوس د شنبې په ورځ، نوموړی په کیوبا کې تر نورې درملنې وروسته بیرته وینېزوېلا ته لاړ، او و یې ویل ډاکترانو د ده په بدن کې د خپرېدونکي سرطان حجرې یا خلیې نه دي میندلي. شاوېز زیاته کړه، اوس تیار دی چې په بشپړ ډول خپل کار ته ادامه ورکړي.
XS
SM
MD
LG